نیکلاسن وايي، اسلامي امارت باید پر دې پوه شي،چې فرصت ورته کم دی او د نړۍ او افغانانو صبر او حوصله ازمایښت نه کړي.
نیکلاسن زیاته کړه:« موږ باید حوصله وکړو. خو زه باید د اسلامي امارت چارواکو ته ووایم،چې فرصت ډېر کم دی. زه یوازې د راتلونکي ژمي په اړه نه غږیږم. زما اشاره د افغانانو، ګاونډیو او نړۍ اوږدمهالې حوصلې ته هم ده،چې نور یې هغه موقت حکومت ته نه لري،چې پخپلو ژمنو نه دریږي.»
هغه زیاته کړه:« کابل کې د الظواهري حضور او بیا د هغه وژل کیدل یوه ښه بېلګه ده،چې طالبان په هغه ژمنه کې پاتې راغلي دي،چې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په تړاو یې کړې وه. دوی دا ژمنه هم کړې وه،چې افغان خاوره به د چا پر ضد نه کارول کیږي، چې دا ژمنه یې ماته شوه. طالبان باید دا په عمل کې ثابت کړي،چې له ترهګرو ډلو سره یې اړیکې پرې دي.»
نیکلاسن اسلامي امارت ته د ښځو د حقونو او بشري حقونو په برخه کې ځينې سپارښتنې هم درلودې،چې په سر کې یې د نجونو د ښوونځيو پرانېستل شامل وو.
هغه زیاته کړه:«طالبان باید د ټولو نجونو او هلکانو لپاره د هېواد پر کچه ښوونځي پرانیزي. او پریږدي چې راتلونکی نسل ته زدکړه ورکړي او دغه راتلونکی نسل به داسې نسل وي،چې له تېرو څلورو لسیزو برعکس یې جګړه او نا امني نه وي تجربه کړي. موږ د دې ملاتړ کوو،چې پوهنتونونه پرانیستي دي.»