د یوکال لاسته راوړنو برخه کې د رسنیو فعاله ونډه او د رسنیو ستاینغونډه کې، د اسلامي امارت رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل، فساد یې ختم کړی، ملي بودیجه یې له داخلي عوایدو برابره کړې او د دې ترڅنګ یې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت او ثبات ساتلی دی.
دغه راز برادر وايي، سربیره له دې نور یې هم داسې کارونه کړي، چې تیر حکومتونه یې په ترسره کولو نه وو بریالی شوی.
ملا برادر زیاته کړه:« له تېرو ۲۰ کلونو اشغال راپاتې ستونزې په یوه کال کې نه حل کېږي، خو بیا هم د اسلامي امارت د تېر کال لاسته راوړنې د ستایلو وړ دي. افغانستان له ستونزو سره سره بیا هم د امید او ابادۍ پر لور چټک ګامونه اخلي»
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي بیا باثباته افغانستان د نړۍ او سیمې پر ګټه وباله.
متقي ځینې کړۍ او استخبارات تورن کړل،چې غواړي افغانستان نړۍ ته د ترهګرۍ مرکز معرفي کړي.
متقي زیاته کړه:«نړیوالو ته مو بار بار په ناستو کې ویلي،چې د افغانستان بې ثباتي نه د سیمې او نه د نړۍ پر ګټه ده. دا هغه افغانستان دی،چې نه د شوروي اتحاد لښکرو کنټرول کړ، چې شعار یې مخکې تګ و، نه شاتګ او نه ناټو او ۵۰ هېوادونو کنټرول کړ.»