Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابلوف: امریکا د افغانستان اسعاري شتمنیو د باج اخیستنې  په لټه کې ده

کابلوف: د ترویکا پلس پرځای د یو بل جوړښت لپاره هڅې روانې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/20

د ترویکا پلس فارمټ د افغانستان سولې او سیمه ییزو همکاریو لپاره د امریکا، روسیې، چین او پاکستان له لوري رامنځ ته شو او په دې تړاو امریکا،روسیې، قطر او څو هېوادونو کې ناستې وشوې.

د دې فارمټ موخه سیمه کې د افغانستان لپاره د اجماع رامنځ ته کېدل ول.

اوس چې امریکایانو افغانستان کې ماتې خوړلې، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، دغه جوړښت د امریکا نه همکارۍ له امله ناکام شوی او هڅه کېږي،چې یو بل ورته جوړښت رامنځ ته شي او هغه کې به د  افغانستان لپاره واحده تګلاره وټاکل شي.

کابلوف زیاته کړې:« د ترویکا پلس ناستې چې روسیه، چین، امریکا او پاکستان يې برخوال وو، دا روښانوي،چې امریکا همکاره نه ده او د خپلو هغو ګټو لپاره کار کوي،چې د افغانستان ،روسیې او سیمې په ضرر دي. خو اوس د ترویکا پلس پرځای هڅې روانې دي،چې پر یو بل جوړښت کار وشي او په هغه فارمټ کې به د افغانستان په اړه واحده تګلاره ټاکل کېږي.» 

د ترویکا وروستۍ ناسته  د روسیې پلازمېنه مسکو کې جوړه شوه،چې امریکا په کې د تخنیکي ستونزو له امله ګډون ونه کړ.

مسکو،چین او پاکستان هم بریالی نه شو،چې سیمه کې یوه داسې همغږي رامنځ ته کړي،چې د سیمې او افغانستان ثبات پرې ښه شي. 

کارپوهان وايي، اوس چې امریکا او روسیه د اوکراین پرسر ښې اړیکي نه لري،ښایي د امریکا وتل همدې لپاره وي،چې روسیه د سیمې په ستونزو کې راګیره شي.

دوی وايي، ترویکا ته ورته جوړښتونو رامنځ ته کېدل د افغانستان لپاره پر ګټه دي او ښه ده،چې د افغانستان ستونزې لپاره د سمې هېوادونو همنظري موجوده وي.

د پخوانۍ ولسي جرګې غړی کمال ناصر اوصولي وايي:« د ترویکا پلس  او هغې ته ورته نورې هغه پروسې،چې د افغانستان ستونزو په اړه سیمه کې جوړېږي، د افغانستان او افغانانو لپاره ګټورې دي.» 

ځینې نور بیا وا يي،د ترویکا پلس ناستو بهیر اسلامي امارت سره د امریکا مذاکراتو په درشل کې مهمې ناستې کړي دي او په دې ناستو کې تل ټینګار شوی دی،چې د سیمې ثبات لپاره افغانستان سره همکاري مهمه ده.

دوی وايي، د دغه فارمټ ګډونوال هېوادونه د اسلامي امارت پر وړاندې ګډ دریځ درلود،هغه داچې طالبان باید د اسلامي امارت ترچتر لاندې نظام جوړ نه کړي.

د دوی په خبره، پاکستان چې د افغانستان په قضیه کې مهم اړخ دی،تل یې هڅه کړې،چې سیمه ییز فرصتونه د ځان لپاره استعمال کړي.

اوس به ولیدل شي،چې مسکو راتلونکې څه ډول فارمټ رامنځ ته کوي،خو د اوس لپاره د امریکا د نه ګډون له  امله بیا  د ترویکا کومه ناسته نه ده شوې او نه هم امریکا تر اوسه د دې فارمټه د وتلو اعلان کړی دی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist