Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پرايس: اسلامي امارت به د خپلو وروستیو پرېکړو له امله لویه بیه پرې کړي

پرایس: له نړیوالې ټولنې سره ګډ کار کوو چې د افغانستان نوی حکومت د نړیوالې ټولې برخه وګرځي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/19

د امریکا متحده ایالتو بهرنیو چارو وزارت  ویاند نیډ پرایس ویلي، له نړۍ ې سره پر ګډه  کار کوي،چې د افغانستان نوی حکومت دنړیوالې ټولنې برخه وګرځوي،خو په دې لټه کې نه دي،چې اسلامي امارت پر رسمیت وپیژني. 

پرایس ویلي،د افغانستان له نوي حکومت سره به همدې ډول تعامل ته دوام ورکوي او اسلامي امارت له امریکا او نړیوالې ټولنې سره  دښو اړیکو د ټینګښت په لټه کې دی. 

هغه زیاته کړې:« موږ له نړیوالې ټولنې سره پر ګډه کارکوو،چې دافغانستان نوی حکومت د نړۍ په وینا سمې لارې ته برابر او د نړیوالې ټولنې برخه وګرځي. واشنګټن د اسلامي امارت د رسمیت پیژندنې په لټه کې نه دی او طالبانو سره همدې ډول تعامل ته دوام ورکوو او اسلامي امارت له امریکا او نړیوالې ټولنې سره د ښو اړیکو د ټینګښت په لټه کې دی.» 

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، امریکا له اقتصادي او نظامي پلوه د نړۍ لومړی درجه زبرځواک هېواد  دی او څه چې وغواړي پر بې وزلو او وروسته پاتې هېوادونو باندې یې مني،خو اسلامي امارت ته په کار ده،چې له نړۍ سره تعامل وکړي او  له دې پرته یې بهرنيان په ارام نه پریږدي. 

د سیاسي چارو شنونکی سرور نیازی وايي:« د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځکه داسې خبرې کوي،چې دوی هم زور لري او پیسې لري او هم دوی کولای شي،چې د استخباراتي لوبو له لارې څه یې چې زړه وغواړي پر افغانستان او د افغانستان پر څېر بې وزلو او ورسته پاتې هېوادونو باندې ومني. اسلامي امارت ته هم په کار ده،چې له  بهرنیانو سره تعامل وکړي، له دې پرته بهرنیان موږ نه پریږدي .» 

ځینې بیا په دې باور دي،چې دا یو ډول فشار دی،چې امریکا یې د افغانستان پرحکومت راولي، موخه یې داده،چې د دوحې تړون پلی کړی او د افغانستان په راتلونکي حکومت کې پراخه لاس ولري. 

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج  وايي:« امریکا غواړي،د طالبانو حکومت په داسې ډول وساتي، چې دوی دې ته اړ کړي، چې د دوحې هغه تړون پلی کړي،لنډمهاله حکومت جوړ کړي، په راس کې کیدای شي درېیم کس راولي او په دې حکومت کې پراخ لاس ولري.» 

د امریکا متحده ایالتو او اسلامي امارت ترمنځ په دوحه کې څو ځلې ناستې شوي،خو تراوسه پورې یې کومه جوته پایله نه ده ورکړې او د هرې ناستې په پای کې پر بیا بیا خبرو ټینګار شوی دی. 

کابل هېله لري،چې امریکا دې پر افغانستان لګيدلي ټول بندیزونه لري کړي او له نړۍ غواړي،چې د امریکا متحده ایالتو خوښې ته دې نه ګوري او له افغانستان سره دې ډیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist