Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروپايي ټولنه: د نجونو د زده کړو او کار موضوع د افغانستان اقتصادي ثبات پورې تړلې 

خلک: پر خپلو خویندو او لوڼو د زده کړو غوښتونکي یو 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/15

 د پوهنې وزارت د سرپرست وزیر نور الله منیر وروستیو څرګندونو ته،چې هېواد کې خلک د نجونو له زده کړو سره کلتوري ستونزه لري،لا هم پر کوردننه او بهر له غبرګون سره مخ ده.

تازه په ملګرو ملتونو کې د ناروې سفیرې مونا جول پر اسلامي امارت نیوکه کړې،چې له تېر یو کال یې ښځو او نجونو ته د هغوی بنسټیز حقونه نه دي ورکړي او نجونې یې له زده کړو محرومې کړې دي.

جول زیاته کړه:« د طالبانو له بیا واکمن کېدو یو کال وروسته د ښځو او نجونو وضعیت لا زیات خراب شوی دی. یوه بېلګه یې دا ده،چې اوس مهال افغانستان د نړۍ یوازینۍ هېواد دی،چې نجونې په کې له زده کړو منعه شوې دي.له یوه کال زیات وخت کیږي،چې طالبانو نجونې له ښوونځي راګرځولې دي.» 

د پوهنې سرپرست وزیر وروستیو څرګندونو په غبرګون کې د ډېری ولایتونو اوسېدونکو هم  د نومړي  خبرې د هغه شخصي نظر بولي او وايي،دوی پر خپلو خویندو لوڼو د زده کړو غوښتونکي دي.

دوی وايي، حکومت د دې پرځای چې بهانې جوړوي،نجونو ته دې ښځينه ښوونکې وګوماري،ترڅو انجوني په ډاډه زړه زده کړې ترسره کړي،ځکه اسلام او ا فغان کولتور دواړه د زده کړو غوښتونکي دي. 

دغه راز دوی وايي،اسلامي امارت دې د نجونو د زده کړو په برخه کې خپله پرېکړه وروستۍ کړي،ځکه دا شرعي امر او د افغانانو د کولتور برخه ده.

د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار یو تن اوسېډونکی وايي:« ښځینه ښوونکې دې وګوماري. اوس مهال،چې نجونو ته کوم ښوونکي درس ورکوي، هغه عمرخوړلي دي، نو له حکومته مو غوښتنه دا ده،چې د نجونو ښوونځیو ستونزه دې نوره حل کړي.» 

د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار یو بل اوسېدونکی وايي:« په ګرم سیرو سیمو کې تعلیمي کال پيل شو، خو لاهم له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي دي.» 

اخوا د سیاسي چارو کارپوهان هم ټینګار لري،چې زده کړې د افغانانو کولتور دی او له اسلامي امارته غوښتنه لري،چې د نجونو د زده کړو بهیر دې نه ځنډوي.

د ښوونځیو ښوونکې بیا وايي،زده کړې د اسلام امر دی او اسلامي امارت دې د دوی له زده کوونکو شرعي او انساني حق نه اخلي.

ښوونکې حسنا رسولي وايي:«له یوه کال زیاته موده کېږي،چې له شپږم ټولګي پورته نجونې د  زده کړو له حقه بې برخې پاتې دي. دا حق الله ج ټولو انسانانو ښځو او نارینه وو ته ورکړی دی.» 

د اسلامي امارت له واکمن کېدو یوه کال زیاته موده تېرېږي،خو لا هم پر دې نه دی توانېدلی، چې د نجونو ښوونځي پرانیزي.

د اسلامي امارت دغې پرېکړې ته پراخ غبرګونونه ښودل کېږي،خو دا چې اسلامي امارت به کله دغو غبرګونونو او غوښتنو ته ځواب وايي، لا مالومه نه ده.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist