Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یونېسف: افغانستان لاهم د ماشومانو لپاره تر ټولو نامناسب هېواد دی

یونېسف: افغانستان لاهم د ماشومانو لپاره تر ټولو نامناسب هېواد دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/15

د ملګرو ملتونو ماشومانو ملاتړ صندوق ( یونېسف) د افغانستان ماشومان د ملاتړ لپاره خپل ځانګړي پروګرام ته د ۲ میلیارده امریکایي ډالرو غوښتنه کړې،چې بریتانیا ورسره تازه د نږدې ۲۸ میلیونه امریکایي ډالرو مرسته کړې ده

یونېسف ویلي،دا پیسې به د بشري ناورین ځپلو هغو یو اعشاریه شپږ میلیونه افغانانو سره د خوړو، اوبو او پاکوالي برخه کې مرسته وکړي،چې ۷۷ سلنه یې ماشومان دي.

یونېسف زیاته کړې:« دغه پیسې به د څه باندې ۷۰۰ زره ماشومانو سره تغذیوي، له ۳۵۰ زره کسانو سره د پاکو اوبو او پاکوالي په اړه د عامه پوهاوي لوړولو او له څه باندې ۵۰۰ زره نورو افغانانو سره به د رواني ناروغیو او ناچاودو توکو په اړه د عامه پوهاوي برخه کې ولګول شي.»

په افغانستان کې د یونېسف استازي محمد ایویا ویلي، له دې سربیره یونېسف په پلان کې لري،تر څو له دغو  پیسو ۱۸ زره هغو کورنیو سره نغدي مرستې وکړي،چې تي ورکونکي میندې په کې اوسي.

دا مرستې داسې مهال کیږي چې یونیسف لا هم افغانستان د ځمکې پر سر د ماشومانو لپاره تر ټولو نامناسب هېواد بولي او زیاتوي،چې ماشومان  په کې له ماشومتوبه بې برخې دي.

افغانستان کې د یونېسف استازی   محمد ایویا وايي:« افغان ماشومان د محرومیتونو له امله له ماشومتوب بې برخې دي. وچکالي، خوارځواکي، د مخنیوي وړ ناروغۍ، د جګړو اغیزې، متزلزل اقتصاد او د ګڼو ټولنیزو خدماتو نه شتون هغه لاملونه دي،چې افغانستان یې د ماشومانو لپاره تر ټولو نامناسب هېواد ګرځولی دی.»

د یونیسیف له دوه میلیارده ډالرو ور اخوا ملګرو ملتونو په ټوله کې د افغانستان لپاره د پنځه میلیارده ډالرو غوښتنه کړې،چې دا په تاریخ کې د یوه هېواد لپاره تر ټولو ډېرې پیسې دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist