Skip to content
که له یوې خوا وروستیو سیلابونو خلکو ته ځاني او ګڼ مالي زیانونه واړول،خو له بل لوري یې د سویل ختیځ زون په ګډون هېواد کې ګڼې لویې لارې هم تخریب کړې دي.
وروستیو سیلابونو ، د پکتیا ـ کابل ، پکتیا ـ خوست او ګردیز ـ پټان لویې لارې تخریب او ګڼ پلونه او پلچکونه یې ویجاړ کړي او خلک یې د بېرته جوړیدو غوښتنه کوي.
د پکتیا یو تن اوسېدونکی وايي:«سېلابونو لویې لارې خرابې کړې، د ولسوالیو ترمنځ، د کلیو ترمنځ لارې او پلچکونه یې خراب کړي دي. د هېواد په بېلابېلو برخو کې دا ستونزه شته ده.»
د پکتیا یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« د اسلامي امارت له مسوولینو مو غوښتنه دا ده،چې دغه لارې بېرته ډېر ژر جوړې کړي.»
د پکتیا اقتصاد رئیس انور راشد وایي،ولایتي اداره هڅه کوي،چې د پکتیا لپاره ځانګړې شوې بودیجه انتقال او د لویو لارو او پلونو پر جوړولو یې ولګوي.
راشد زیاتوي:«لکه څنګه چې سږ کال د اسلامي امارت بودیجه تصویب شوه او بودیجه یې له خپلو عوایدو وه، نو په دې کې هغو مهمو کارونو ته لومړیتوب ورکړل شوی دی. د کابل او ګردیز سړک ډېر تخریب شوی دی،د پټان سړک تخریب شوی، د زرمت سړک خراب شوی. نو موږ لومړی هڅه کوو،چې دا بودیجه دغو برخو راجلب کړو.»
راشد همدا راز وایي، اسلامي امارت په پام کې لري،پکتیا ته له ځانګړې شوې بودیجې د یو شمیر هغو پروژو چارې بېرته پیل کړي،چې له تیر یوه کال راهیسې ځنډیدلي دي.
وروستیو سېلابونو پکتیا کې سلګونه کورونه ویجاړ او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې او باغونه یې تخریب کړل او ولایتي ادارې پر مرستندویه بنسټونو غږ کړی،چې سېلاب ځپلو سره دې بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي.