Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: بهرنۍ استخباراتي کړۍ نه غواړي افغانستان کې سوله ټېنګه شي 

کابل ښاریان: وروستیو امنیتي پېښو اندېښمن کړي یو 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/13

کابل،هغه ښار،چې شااوخوا ۷ میلیونه کسان په کې ژوند کوي، وګړي یې د نورو ولایتونو اوسېدونکو پرتله د ډېرو امنيتو پیښو شاهدان دي.

په کابل ښار کې له تيرې يوې مياشت راهيسې امنيتي پیښو ښاريان انديښمن کړي دي

پوځي چارو کارپوهان وايي، امنيتي او جنايي پیښو دوام به پر امنیتي او کشفي ارګانونو د خلکو باور کم کړي.

د پوځي چارو کارپوه محمد صادق شينواری وايي:« په کابل ښار کې د ترورستي پیښو دوام هېڅ نوعه توجيه نه لري. د افغانستان اسلامي امارت کشفي او استخباراتي مسوولين مکلف دي،تر څو د دغسې پیښو مخه ونيسي او د دغه ډول پیښو عاملين ونيسي. که چيرې دا پيښې دوام وکړي،د اسلامي امارات اساسي مهم عنصر چې امنيت دی،تر جدي پوښتونو او ګواښونو لاندې به راشي.» 

د پوځي چارو کارپوهان د امنيتي پيښو زياتوالي لامل د امنيتي ارګانونو او خلکو ترمنځ رامنځته شوی واټن یادوي او وايي،له دغه  فرصته استخباراتي او د دولت ضد ډلې استفاده کوي.

دوی وايي، غوښتنه یې داده،چې حکومت دې د امنيت ټنګښت په موخه جدي پاملرنه وکړي او د نورو ورته پیښو مخنيوي دې وکړي.

 د پوځي چارو شنونکی يوسف امين ځاځی وايي:« که چېرته د افغانستان خلک جمع د حکومت واکداران خپلو منځو کې يو بل ته احترام ونه کړي،درناوی ونه کړي او ښه حکومتداري ونه کړي او ولس خپل مسووليتونه اداء نه کړي،د ولس مشروع غوښتونو ته احترام او درناوی ونه شي،نو له دې نه به دښمن استفاده کوي،يعني واټن د خلکو او واکمنانو ترمنځ چې پیدا کيږي،دښمن هميشه استفاده کړې ده.» 

په ورته مهال د کابل امنيه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ټولو ښاريانو ته د ډاډمن امنيت برابرولو ډاډ ورکوي او له ښاريانو غواړي،چې له امنیتي ځواکونو سره دې همکار وکړي.

ځدراڼ زیاته کړه:«زموږ امنيتي ځواکونه ويښ دي او د  خلکو همکاري ورسره ده. موږ  د خلکو په همکارۍ سره هغه کړۍ خنثی کړې او له منځه مو يوړې، کومې چې دلته د يوه پلان له مخې یې غلا کولې. همداشان جنيايي پیښې به یې رامنځته کولې. زموږ امنیتي ځواکونه په دې برخه کې لاهم هڅه کوي،ترڅو هغه مجرمين،چې ولس زورنې لامل ګرځي،کشف کړي او وې نيسي.» 

په کابل ښار کې  د امنيتي پیښو زياتوالي انديښنې داسې مهال په ډېريدو دي،چې وړمه ورځ د کابل ښار ۱۸ مې امنيتي حوزه کې پر یو کرولا ډوله موټر چاودنه رامنځته شوه او درې تنه په کې ټپيان شول.

له دې سربیره یو شمیر ښاریان شکایتونه لري،چې ځینو سیمو کې د غلاوو پيښې بیا  زیاتې شوې دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist