Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بایډن: افغانستان کې مو ماموریت پایته رسیدلی خو له امریکا دفاع لاهم  دوام لري

admin by admin
2022/09/13

د امریکا متحده ایالتو ولسمشر جو بایډن د سپټمبر ۱۱مې پیښې د یوویشتم کال پوره کیدو په مناسبت جوړې شوې ناسته کې د وینا پر مهال یو ځل بیا ټینګار  وکړ،چې د ترهګرۍ پر وړاندې جدي دي او د نړۍ په هره سیمه کې به یې له منځه یوسي. 

بایډن ویلي، که څه هم په افغانستان کې یې ماموریت پایته رسیدلی،خو پر وینا یې له امریکا د دفاع ماموریت لا  هم دوام لري.

بایډن پر امریکا د بل برید د مخنیوي لپاره کلکه ژمنتیا وښوده او زیاته یې کړه،چې ترهګر که د نړۍ په هرځای کې وي په نښه به یې کړي .

هغه زیاته کړې:« افغاانستان کې زموږ ۲۰ کلن ماموریت پای ته رسیدلی،خو پر متحده ایالاتو باندې د بل برید د مخنیوي ژمنتیا هیڅکله پای نه مومي. زموږ استخبارات او د ترهګرۍ ضد مسوولین او ټول دولت د ترهګرۍ د خطرورنو  پر وړاندې مبارزې  ته  دوام ورکوي. موږ د ترهګرۍ ټول فعالیتونه،چې هر ځای کې وي څارو او له منځه یې وړو. هیڅکله به هم پر شا  نه شو او نه به پښېمانه شو،چې د امریکا د دفاع لپاره هر څه اړین وي، تر سره یې کړو.» 

د سیاسي چارو شنونکي بیا په دې باور دي،چې دا ځل واشنګټن  روسیې، چین او کابل ته واضع پیغامونه ورکړي،چې لاهم په افغانستان کې د امریکا له اجازې پرته څوک داسې نه شي ترسره کولی،چې امریکا ته ګواښ وي. 

دوی وايي، امریکا له دې څرګندونوسره د کابل اوسني حکومت ته وښوده،چې د پوځي حضور په نشتون کې هم خپلو اهدافو ته رسېدی شي. 

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« د جوبایډن خبرې دوه پیغامه لري،لومړی خپلو سیالانو چین،روسیې او ایران ته دا پیغام لري،چې دلته زه حضور لرم، تاسو څه نه شئ کولی، د تروریست او جهاد په نوم باندې ډلې دلته راولئ. دویم طالبانو ته یې پیغام دادی،چې تاسو هم نه شئ کولی،چې بدون زما له اجازې نه کوم کار وکړئ،یعنې امریکا ټول کنټرول هم لري.» 

معارج  وايي، د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ پټې استخباراتي هوکړې شوي،چې له مخې به یې  پاکستاني کشفي اداره له امریکا سره له نږدې همکاره وي .

د معارج په خبره،دا ځل که امریکا د سترو ترهګریزو شبکو مشران په نښه کوي،نو دپاکستان استخبارات به یې ور په ګوته کوي .

هغه زیاته کړه:«هغه ترهګر چې د بن لادن او الظواهري پر سطحه وي، امریکا باوري ده، چې د هغه مالومات پاکستان ورته ورکوي او داځل له پاکستان سره همداسې یوه معامله لري.» 

دا په داسې حال کې ده،چې لا هم د افغانستان پر فضاء امریکايي الوتکې ګزمې لري،په دې وروستیو کې یې په ځینو ولایتونو کې د بریدونو ریپوټونه هم ورکړل شوي،خو شااوخوا دوه میاشتې وړاندې امریکا ادعا وکړه، چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري یې د کابل په شیر پور سیمه کې دهوايي برید پرمټ وواژه،چې په دې تړاو لاهم د اسلامي امارت پلټڼې پایته نه دي رسیدلي او نه  یې هم د الظواهري وژنه تائید کړې ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist