د لیک یوه برخه:«له هغې وروسته،چې طالبان واک ته رسیدلي،د ښځو حقونه یې په سیستماتیک ډول تر پښو لاندې کړي او له شپږم ټولګي پورته نجونې یې له ښوونځیو منع کړې دي. ورته مهال د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون یې لغوه اعلان کړی او ټولې هغه ټولنې یې بندې کړې دي،چې د ښځو د حقونو لپاره یې کار کول، اوس مهال ښځې له یو ډول جنسیتي او کورني تاوتریخوالي سره مخ او له وخت مخکي په زور ودونه زیات شوي دي.»
په ليک کې د شيعه مذهبو، هندوانو، هزاره او نورو قومي ډلو باندې د بريدونو په زياتوالي هم انديښنه ښودل شوې ده او ويل شويوچې دغه بريدونه د اسلامي امارت واک ته له رسيدو وروسته زيات شوې دي.
د لیک یوه برخه:« د راپورونو له مخې،د طالبانو واک ته رسیدل پر لږکیو په ځانګړې ډول د شعیه، هزاره، هندوانو،سکانو او هغه قومي ډلو د بریدو د زیاتېدو لا مل شوي،چې له دوی سره حکومت داري کې نشته او یا هم ډېر کم دي. له هغه وخته چې طالبان واک ته رسیدلي د داعش له خوا پر هزاره وو لږ تر لږه ۱۱ ستر بریدونه شوي او له ځینو سیمو هزاره او تاجک د خپلو کورونو پرې ښودو ته اړ شوي دي.»
د بښنې نړيوال سازمان پر اسلامي امارت نيوکه کړې،چې د پخواني دولت چارواکي یې په زوه نیولي او ځينې یې رله محکمې پرته وژلې دي.
په ليک دا هم ويل شويوچې ګڼ شمیر خبريالان،د بشر حقونو فعالانې لاريون کوونکې هم په خپل سري توګه نيول شوي او ډبول شوې دي.
د لیک یوه برخه:« د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پخواني امنیتي ځواکونه او د دولت چارواکي په زور نیول شوي او بې درکه شوي او ځينې بیا بې له محکمې د حکم پرته وژل شوي دي. ورته مهال خبریالان،د بشر حقونو فعالان او ښځینه فعالانې او لاریون کوونکې په خپل سري ډول نیول شوي او اوږده مهال لپاره بې له محکمې له ځان سره ساتل شوي او وهل ډبول شوي دي. طالبانو زیاتره ملکي وګړي له مقاومت جبهې سره د لاس لرلو په تور نیولي او شکنجه کړي یې دي او ان یو شمیر یې وژلې هم دي.»
د بښنې نړيوال سازمان وايي،په افغانستان د بشر پر وړاندې هغه جرايم زيات شوي،چې د نړيوالو قوانيونو له مخې منع شوې دي.