Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مسکو کې د افغان‌سولې په تړاو غونډه جوړېږي

روسیه: امریکا او ملګري یې افغانستان کې د ثبات مخالف دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/10

په کابل کې د روسیې سفارت دروازه  مخې ته  له ځانمرګي برید څلور پنځه وروسته د روسیې استخباراتو امریکا  باندې نیوکه کړې،چې دافغانستان ثبات ننګوي.

د روسیې د بهرنیو استخباراتو ادارې (ایس.وي.ار) ویلي، امریکا او ملګرو هېوادونو یې په تېرو۲۰  کلنو کې افغانستان کې له جګړې، ورانیو او سپکاوي پرته بل کار نه دی کړی. 

یادې ادارې خپله خبرپاڼه  کې امریکا ملامته کړې،چې په اوس او تېر وخت کې د افغانستان دایمي ثبات پر وړاندې مقاومت کوي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« امریکا او ملګري هېوادونه یې په افغانستان کې دایمي ثبات نه شي زغملی، په ټوله مانا افغانستان کې د ثبات او امنیت راتګ سره مخالف دي. د دې ترڅنګ امریکا په افغانستان کې تېرو ۲۰ کلونو کې له جګړې، ورانۍ او سپکاوي پرته بل څه نه دي کړي.» 

د سیاسي چارو شنونکي بیا په دې اند دي،چې  په افغانستان کې د امریکا بې پيلوټه الوتکو تازه تحرکات او پر نړیواله کچه د اسلامي امارت پر چارواکو فشارونه د دې ښکارندوي کوي، چې امریکا افغانستان کې د یوې نوې لوبې په لټه کې ده.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:«خامخا دوی (امریکا) څه اسناد لېدلي. موږ هم ګورو،چې فشارونه جوړوي. د  القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د وژنې خبره هم دلته مطرح شوه. همدارنګه داسې د افغانستان حریم ته بې پیلوټه الوتکې راځي. دلته یو څه شته دي،امریکا یو څه په لټه کې ده. هڅه کوي،چې یا جګړه راوړي یا طالبان بوځي د دوحې تړون پرې بشپړ عملي کړي.» 

 ځینې نور بیا وايي، په سیمه کې پټې او ښکاره جګړې هغه څه دي،چې د نړۍ ستر ځواکونه  یې اړ کړي، په ځینو پاتې هېوادونو کې خپل نفوذ پراخ کړي. 

دوی وايي، وړاندیز یې دا دی، چې اسلامي امارت باید په داسې موضوعاتو کې هوښیارانه ګام پورته کړي،تر څو بیا د لویو قدرتونو د جګړې ښکار نه شي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي:« دلته یو ډول د امریکا، روسیې او چین ترمنځ  سړه جګړه روانه ده. خو د طالبانو اداره باید له سیاسي هوښیارۍ استفاده وکړي.» 

شنونکي په  دې باور دي،چې د روسیې او اوکراین جګړې د امریکا مخ له افغانستانه اړولی او په دا ډول استخباراتي راپورونو بارو نه شي کېدای.

وړاندې له دې چین هم امریکا تورنه کړې،چې په افغانستان کې يې څه باندې ۵۰ زره ملکی وګړي وژلي.

 کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري  وژلو ادعاء او د افغانستان په هوايي حریم د امریکايي بې پیلوټه الوتکو ګرځېدل،اسلامي امارت د افغانستان په خاوره ښکاره تېری بللی او وار په وار یې له امریکا غوښتي دي،چې په افغانستان کې دې ثبات او ملي حاکمیت ته ژمن پاتې شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی
افغانستان

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist