په سویلي کندهار ولایت صنعتی پارک کې دا مهال شااوخوا۲۰ د پنبې د پروسېس کارخونې فعاليت کوي،چې په کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د پنبې یوې کارخونې کارکوونکی محمود شاه آغا وايي:« له موږ سره د سیزن پر مهال دې کارخونه کې شااوخوا ۵۵ تنه کارکوونکي کار کوي. اوس د سیزن وخت نه دی، له ۲۵ تر ۳۰ کسانو پورې اوس له موږ سره کار کوي.»
کندهار کې د پروسېس شوي پنبې زياته برخه پاکستان ته صادريږي،خو د پنبې کارخونو لرونکي بیا وايي، پاکستان يې د پنبې د پلور له درکه ۳۰ مېلونه ډالره د پور پېسې نه ورکوي،چې په دې توګه دې ولایت کې د پنبې د پروسېس کارخونې له ستونزو سره مخ دي.
دوی وايي، پاکستان له دې لاري غواړي، په کندهار کې د پنبې شته کارخونې وتړي او دغه صنعت هم پاکستان ته ولېږدوي.
د پنبې یوې کارخونې مسوول احمد الله وايي:« داسې ستونزې کله کله راځي. زموږ پنبه واخلي او بیا یې پیسې ځنډوي. له دې سره زموږ کار هم خراب کېږي. پنبه چې وپلورل شي او پیسې موږ ته راکړي،بیا موږ پرې نوره پنبه اخلو. په دې برخه کې یو څه ستونزې شته دي.»
بل خوا د یاد ولایت د کانونو او صنايعو رياست مشر سيد سرور اماني بیا وایي،نورو بازارونو ته د صنعتکارانو د نه لاسرسي له امله پاکستان د پنبې د کارخونه لرونکو پېسې ځنډوي.
اماني زیاتوي:« متاسفانه چې موږ اوس نورو هېوادونو ته لاره نه لرو،هغه خپلې دغه تخنیکي ستونزې دي،چې دوی زموږ له دغو ستونزو غلطه استفاده کوي.»