Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: د بندیزونو دوام به له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت تعامل سخت کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/06

ملګري ملتونه  امنیت شورا،ترڅو چې بهر ته د اسلامي امارت مشرانو د سفرونو په تړاو یوې نوې پرېکړې ته رسیږي،ترهغه وخته بندیزونو کې شامل ۱۳ طالب مشران نه شي کولی،چې کوم هېواد ته سفر وکړي.

په دې تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړي هېوادونه ونه توانېدل،د خپلمنځیو اختلافاتو له امله یوې پرېکړې ته ورسیږي.

چین او روسیه د بندیزونو لرې کېدو،امریکا،بریټانیا او فرانسه بیا غواړي،د د اسلامي امارت پر مشرانو بهرني سفرونه تر قطره محدود کړي.

خو د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وایي،کله چې د نړیوالو او اسلامي امارت ترمنځ کومه راشه درشه ونه،اوسي تعامل به سخت وي،چې پایلې یې  د راتلونکې لپاره ښې نه دي.

د اطلاعاتو کلتور وزارت پخوانی سرپرست کمال سادات وايي:« نړیوال بندیزونه په دې مانا،چې د یوه هېواد مهم چارواکي له نړۍ سره راشه درشه او ډيپلوماټیکي اړیکې نه شي ساتلی. کله چې پر دومره لوړه کچه د یوه هېواد اړه بندیزونه وي، هغه هېواد به څنګه وکولی شي،چې له نورو هېوادونو سره، له نړیوالو موسسو سره راشه درشه ولري او په ځانګړي ډول په اوسني وضعیت  کې.»

پر افغانستان د نړیوالو سیاسي او اقتصادي بندیزونو د اسلامي امارت په تګلاره کې کوم بدلون نه دی راوستی، خو د عامو افغانانو په ورځني ژوند یې خورا منفي اغیز کړی،چې بشري کړکېچ ورسره زیات شوی دی.

کارپوهان وایي، اسلامي امارت دې د خپلو خلکو د ژوند ښه کېدو لپاره خپلو تګلارو کې بدلون راولي.

 د سیاسي چارو کارپوه امیر ګران  وايي:« مسله اوس یوه پېچلي پړاو ته داخله شوې، که چېرې دوی په یووالي سره، یوې خولې سره د طالبانو پر مشرۍ باندې بندیزونه دوام پيدا کړي، دا به د خبرو اترو او مذاکراتو په پروسه کې ستونزې رامنځته کړي.» 

نړیوال هڅه کوي،چې د فشارونو له لارې اسلامي امارت دې ته وهڅوي،چې د نجونو ښوونځي پرانېستل شي،ښځینه وو ته د حکومت په اډانه کې کار ورکړل شي او دغه راز بشري حقونه خوندي وي.

خو  اسلامي امارت له وړاندې خبرداری ورکړی دی،چې ملګري ملتونه دې بندیزونه د فشار په توګه نه کاروي.

د کابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« په تېره یوه میاشت کې طالب چارواکي پر دې بریالي نه شول،چې له افغانستانه بهر چېرې سفر ولري او یا هم بهرنیان دې افغانستان ته راشي. نو د افغانستان اوسنیو مسایلو حل په اړه باندې کوم بحث ورباندې وکړي. ماته ښکاري،چې د دې فاصلو زیاتېدل، دا به سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې ناخوالې په افغانستان کې لا زیاتې کړي.»  

د یوه کال په تېرېدو سره چې افغانستان باندې نړیوال بندیزونه لګېدلي دي،د افغانانو اقتصادي او سیاسي ژوند له ګڼو ستونزو سره مخ شوی دی. 

د کارپوهانو ټېنګار دا دی،چې نړیوال او اسلامي امارت دې له خپلو سختو شرایطو تیرشي او لومړيتوب باید افغانانو ته ورکړل شي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی
افغانستان

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

جولای 7, 2026
روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist