Skip to content
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر نړیوالې ټولنې او اروپايي هېوادونو غږ وکړ،چې پر امارت فشارونه راکم کړي او د اړیکو نوی پړاو پیل کړي.
مجاهد له یوې هندي رسنۍ سره په تازه مرکه کې دا خبرې کړي او زیاته کړې یې ده،چې اسلامی امارت له امریکا سره هم د اړیکو بېرته رغولو ته لېواله دی.
مجاهد وايي، د اړیکو د نوي پړاو پیل لپاره د دوی له لوري په ډېره جدي توګه کار روان دی.
هغه یو ځل بیا امریکا په دې ملامته کړه،چې د دوحې له هوکړې یې سرغړونه کړې ده.
مجاهد وايي، د افغانستان پر فضايي حریم تیری د هېچا پر ګټه نه دی.