Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

عدلیې وزارت: هېواد کې د سیاسي ګوندونو شتون او فعاليت ته اړتیا نشته

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/05

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت  مسولينو د یکشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د وږي ۱۳ مه»   د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، په هېواد کې د  سياسي ګوندونو شتون او فعاليت ته اړتيا نشته دی.

د یاد وزارت مرستیال عبدلکریم حیدر وايي، د سياسي احزابو پخوانيو تجربو ته په کتو يې په تیر يوه کال کې هيڅ کومې سياسي ډلې ته د سياسي کړنو ترسره کولو جواز نه دی ورکړی.

حيدر زیاته کړه:« نن سیاسي حزبونو ته اړتیا نشته. له نېکه مرغه د سیاسي ګوندونو غړي هم په دې نظر دي،چې اوس د اسلامي نظام تر چتر لاندې ژوند کوي او نوره یې اړتیا نه ویني.»

په ورته وخت کې حیدر وايي، په هېواد کې د اوس لپاره ټولې پرپکړې د حنفي فقهې پر بنسټ کوي او  دوی د هېڅ ډول قوانینيو له کمښت سره نه دې مخ شوي.

د حیدر په  خبره، د نوي اساسي قانون د جوړيدو لپاره تراوسه د اسلامي امارات مشر شیخ هبت الله اخوندزاده له لوري ورته لارښونه نه دی شوی او که لارښوونه ورته وشي،چمتو دي،چې د نوي اساسي قانون جوړلو په طرحه کار وکړي.

هغه زیاته کړه:« د اسلامي امارت امیر المومنین له خوا په هر ولایت کې جید، جید علماء کرام شوراګانې لري. ،چې د فقهې حنفي په رڼا کې د خلکو ستونزو ورته حل کوي. هو! د اساسي قانون جوړونه د یوې نوعې سهولتونو لپاره خلکو ته ښه ده،چې وشي. خو د هغې په اړه هم موږ د امیرالمومنین لارښوونې ته منتظر یو.»

بل پلو د پلټڼي عالي ادارې هم د تير یوه کال لاس ته راوڼو راپور له رسنيو سره شريک کړ.

د یادې ادارې ستر سلاکار فضل الله نظامي وايي، په تیر يوه کال کې یې د ۱۳۹ مرکزي او ولايتي ادارو د کړنو په اړه پلټڼه کړي،چې په لړ کې یې ۱۹ قضي چې په کې دولتي کارکونکې د وظیفوي صلاحيت ناسمه ګټې اخيستنې، اختلاس او نورو جرمونو تورن وو، لوې څارونوالۍ ته سپارلې دي.

نظامي زیاته کړه:«  د ا.ا.ا حاکمیت له پیله تر اوسه مو له وظیفوي صلاحیتونو د ناوړه ګټې اخیستنې، اختلاس او تذویر ۱۹ پېښې چې په ټوله کې یې دولت ته ۱۹۵ میلیونه افغانۍ زیان رسولی، ثبت او لویې څارنوالۍ ته مو سپارلې دي.»

همداراز  نظامي وايي، په تېر یوه کال کې یې ۵۳ شکايتونو ته رسيدنه کړې او د څیړنې او پلټڼې وروسته يې جزئیات له  اړوندو مراجعو سره شريک کړې دي.

نظامي زیاته کړې:«  یوه کال کې ۵۳ اعتراضونه د پلټنې ادارې ته سپارل شوي،چې ۴۱ ته یې رسېدنه شوې او پایلې هم اړوندو ادارو سره شریکې شوې دي.» 

ياده اداره ډاډ ورکوي،چې ټولې پلټڼې يې د نړيوالو ځانګړو قوانيونو پر بنسټ کړې دي.

د پلټڼې عالي اداره زياتوي،چې د مسلکي کاردونو د جذب په موخه يې د پلټنې انسټیټوټ کې ۵۰ تنه محصلان روزي،چې د مسلکي زده کړو ترلاسه کولو وروسته به په دغه برخه کې پر دندو ګومارل کيږي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist