سلامي امارت د یوه کال په تیریدو هم ونه توانیده،چې له شپږم ټولګې پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې خلاصې کړي.
تازه د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیوګوترس افغانستان کې د نجونو ښونځیو پر بند پاتې کیدلو اندیښنه څرګنده کړې او وايي، انجونې باید ښونځیو ته پریښودل شي.
هغه زیاته کړې:« افغانستان کې اوس هم نجونې له ټولګیو او زده کړو محرومې پاتې دي. دا مساوي او له برابرو حقونو ښکاره او غیر عادلانه سرغړونه ده. له دې سره به ټول هېواد زیانمن شي. نجونې باید ښوونځیو ته پریښودل شي.»
مدني فعالان هم له حکومته غواړي،چې د ښوونځیو په تړاو دې پریکړه نهايي کړي او زده کړې،چې د نجونو اساسي حق دی،له یوه کال راهیسې سلګونه زره نجونې له دغه حق محرومې پاتې دي.
مدني فعاله مریم نایبي وايي:«د نجونو ښوونځیو له تړل پاتې کېدو یو کال تېریږي. طالبانو د افغانستان نیمايي برخه د زده کړو له حقه محروم کړې. که څه هم د ټولنې د پرمختګ یو عامل ښوونه او روزنه ده خو طالبانو د نجونو ښوونځیو په تړلو سره دا برخه د زدو کړو له حقه محروم کړې ده. طالبان په دې چارې سره دا ښکاروي چې افغان نجونې او ښځې یې له سیاسي اړخه برمته کړې دي.»