Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: که اسلامي هېوادونه اسلامي امارت پر رسمیت نه پېژني ملاتړ دې وکړي 

مجاهد: نړۍ پر اسلامي امارت د ټولګډونه حکومت په پلمه داسې کسان تپي چې دوی ته کار وکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/04

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له  شمشاد ټلوېزیون سره په ځانکړې مرکه کې هغه ګنګوسې یو ځل بیا رد کړي،چې ګواکې سرپرست حکومت ټولشموله نه دی.

مجاهد وايي، په تېره شل کلنه مبارزه کې ټول ملت ونډه اخیستې او چا چې مبارزه کړې،حق یې دی،چې حکومت کې ونډه ولري خو داسې نه ده،چې ټول حکومت دې د اسلامي امارت له غړو او اشخاصو تشکیل شوی وي.

مجاهد زیاته کړه:«د تېرو شلو کالونو هغه ۸۰ سلنه بدنه د  حکومت اوس هم په خپل حال باندې باقي پاتې ده. شمولیت په کې دی. د بېلابېلو ولایتونو خلکو په کې شته دي. صلاحیتونو په کې شته دي. د رئیسانو او معینانو پر کچه خلک د تېر نظام لا شته دي. ولې په هغې دوی قناعت نه لري. داسې مالومېږي،چې دوی مشخصې څېرې،چې د دوی لپاره مهمې وي، هغه بېرته رامطرح کول غواړي او پر موږ باندې تحمیل کول غواړي.»

مجاهد وايي، د دوحې په تړون کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل او د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان خاورې نه کارېدل،دوه عمده تعاملات وو، چې دواړه عملي شوي دي.

د مجاهد په خبره، حکومت کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري له شتون نه و خبر،خو زیاتوي،چې ښایي د کومې شخصي لیدنې پر اساس کابل ته راغلي وي.

هغه زیاته کړه:« نظام د الظواهري په اړه خبر نه وه، موږ وویل، چې نه د ده اوسېدو په اړه خبر و، نه هم تر اوسه پورې دا تائید کولی شو،چې دلته دا ( الظواهري) وه. موږ څېړنه کوو. خو بیا هم تړون کې راغلي، که دلته داسې یو څوک هم وي،چې د القاعدې مربوط وي، نو دوی باید مداخله نه وی کړې. باید نظام یې په جریان کې کړی وی او د هغې له لارې خپله غوښتنه وکړي. »

د اسلامي امارت ویاند د مقاومت نومې ډلې په اړه وویل،د هېواد په هیڅ ګوټ کې جغرافیه په واک کې نه لري او په ځینو سیمو کې د غلو په څېر یو څو غلچکي بریدونه کوي،چې د اندېښنې وړ نه دي.

مجاهد زیاتوي:« تر هغه وخت پورې،چې موږ دوی ( مقاومت ډله) احساس نه کړو او کومه جغرافیه په لاس کې نه وي،هېڅ خطر نه دی. ښايي پر فېسبوک او ټویټرباندې به شعارونه ورکوي، ولې جغرافیه نه لري،چې په کومه جغرافیه کې دوی مقاومت کوي. بله دا ده،چې خلک هم اجازه نه ورکوي. دافغانستان ملت نور د جنګ پلوی نه دی.» 

ذبیح اله مجاهد له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو په تړاو وویل، په تړاو یې پر پلان کار روان دی او هیله یې وښوده،چې ژر به پرانېستل شي.

هغه وویل،تېر کې د هېواد پر کچه یوازې دیرش سلنه ښوونځي پرانیستي وو،چې د اسلامي امارت په راتګ سره دغه سلنه سلو ته پورته شوې ده.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist