Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: پر ديني علماوو بريد د مذهبې جنګ نوی پیل دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/04

په ورستيو کې په جوماتونو او ديني عملماوو  بريدونو زياتوالي  له عامو افغانانو سربیره د سياسيونو او د نظر خاوندانو انديښنې هم  ډيرې کړې دي.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په  دې بارو دي،چې پر ديني علماوو او مذهبې ډلو بريدونه د جنګ نوی پیل دی او د جنګ نوې بڼې مهارول به خورا ستونزمن وي.

په ورته وخت کې دوی وايي، په هېواد کې پر ديني مراکزو بريدونونه د بهرنيو استخباراتي ډلو کار  دی.

دوی پر حکومت نیوکه کوي،چې په تیر يوه کال کې نه دی توانيدلی،چې پرعبادت ځایونو او  علماوو  د بریدونو مخنیوی وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه ګل اغا حسيني  وايي:«  الحمدالله هغه مستقيم یرغل ختم شو،خو غير مستقيم یرغل سل په سلو کې شته دی.هغه (امریکا) په دې حساب باندې واتوانيدله،چې د يو تعداد لاسپوڅو پر اساس باندې وکولای شي،په جوماتونو کې انتحار او انفجار وکړي او اړوي یې پر داعش او اسلامي  امارات باندې.»

نظامي شنونکي په هيواد کې د مذهبې ډلو ترمنځ شته بې باوري او فکري اختلافات هغه عوامل يادوي،چې ديني علماوو يې د بريدونو هڅې زياتې کړې دي.

يوسف امين ځاځی  وايي:«  يعني تعليم او تربیه خپله پیغمبر د خدای وايي،هغه مور او پلار چې د خپل اولاد تعليم او تربیه کې وروسته  پاتې شوو لوی عذاب دی. اوس موږ په لوی عذاب سره لاس او ګریوان یو او دې نه نړيوال استخبارات استفاده کوي. حکومت ته په کار داده،چې د دې په مورد باندې عامه پوهاوی وکړي، هيڅوک حق نلري څوک تهديد کړي څوک ووژني يا ورته ضرر ورسوي»

دوه ورځې وړاندې په هرات ولایت کې د ګازرګاه جامع جومات پر خطیب مجیب الرحمن انصاري باندې ځانمرګي بريد ترسره شو،چې د انصاري په شمول ۱۸ تنه په کې ووژل شول او ۲۳ نور ټپيان شول.

اسلامي امارت دغه برید غندلی، د برید په تړاو یې څلور تنه داعش غړي نیولي او خبرداری یې ورکړی دی،چې عاملین به یې په خپله  سزا ورسوي.

له دې پیښې يو مياشت وړاندې  د کابل شش درک سيمې په حقانيه مدرسه کې د بريد له امله د يادې مدرسې مشر شیخ رحيم الله حقاني او تر ده وړاندې د کابل کوټه سنګې سيمه کې ديني عالم شيخ سرادار ولي ثاقب په مرموز ډول ووژل شول.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist