Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

هند او روسیې په افغانستان کې د ترهګرۍ زیاتیدو په اړه اندیښنه ښودلې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/29

د سیمې زبرځواکو هېوادونو روسیې او هند په افغانستان کې د ترهګرۍ زیاتیدو په اړه اندیښنې ښودلي دي،چې د تحلیل کوونکو په باور دا یو ډول نوی سیاست دی،چې نوې دهلي او مسکو د کابل پر وړاندې غوره کړی دی.

دوی وايي، د ترهګرۍ زیاتیدو په تړاو د سیمې اندیښنې به ترهغې موجودې وي،چې د ترهګرۍ ملاتړي او روزونکي هېوادونه د نړۍ له خوا منزوي او تر فشارونو لاندې ونه نیول شي.

د دوی په خبره، افغانستان د ترهګرۍ ملاتړی او روزونکی  هېواد نه دی، بلکې لسیزې ترې ترهګري قرباني اخلي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« دغه هېوادونه دې زموږ لپاره اندیښنه نه  کوي او نه هم افغانستان د ترهګرۍ مرکز دی،بلکې دوی باید د خپلو اندیښنو لپاره هغه ځای ته مراجع وکړي،چې  ترهګرۍ ډلې په کې روزل کیږي،چې هغه پاکستان دی. که د سیمې او نړۍ هېوادونه غواړي،چې ځانونه له ترهګرۍ وژغوري،نو باید پاکستان تجزیه او منزوي کړي، دا یې اصلي لاره ده.» 

ځينې بیا وايي، د اسلامي امارت په راتګ سره د ترهګرۍ د ودې اندیښنه کمه شوې،خو بیا هم که هند او روسیه له داسې یوڅه اندیښنه لري،نو باید د دولتونو پر کچه مالومات سره شریک کړي او ګډه همکاري زیاته کړي. 

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:«هېڅ دولت په نړۍ کې داسې وسایل او ابزار نه لري،چې هغه دې د ترهګرۍ مخه پرې ونیسي،ښه داده،چې د حکومتونو پر کچه د مالوماتو شریک کول او ګډه همکاري زیاته شي. د اسلامي امارت په راتګ سره په سیمه کې دغه اندیښنې کمې شوې،خو بیا هم چین او روس دغه اندیښنې ښي،دا ځکه چې دوی خپله اسلام پاله ډلې لري.موږ ته په کار دي،چې د دغو اندیښو د لرې کولو لپاره ګډه همکاري زیاته کړو او پرې نږدو،چې یو ځل بیا ترهګر په افغانستان کې ځای پر ځای شي.» 

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی هاتف مختار بیا وايي، ا سلامي امارت ته په کاره ده،چې د سیمې هېوادونو د دغو نویو سیاستو پر وړاندې بې پرې دریځ غوره کړي او ټوله سیمه  ډاډه کړي،چې مخالفینو ته یې په افغانستان کې ځای نه ورکول کیږي.

مختار  زیاتوي:« امارت اسلامي دې داسې یوه بې طرفه سیاست غوره کړي،چې ګاونډیان او سیمه باور  پیدا کړي،چې افغانستان د دوی لپاره هېڅ  ستونزه نه ده او دښمنان یې په افغانستان کې نه روزل کیږي.» 

اسلامي امارت بیا له وړاندې ډاډ ورکړی  دی،چې د افغانستان له خاورې به هېڅ هېواد ته ګواښ پیښ نه شي او هغه ډلې چې پر ازبکستان یې راکټي بریدونه کړي ول،هم له منځه وړي دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist