Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

تحلیل کوونکي: هند په افغانستان کې پاتې کېدو او اړیکو ته لېواله دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/27

هند چې په تېرو دوه لسیزو کې یې له  افغانستان سره پراخې او ښې اړیکې درلودې، واک ته اسلامي‌امارت رسیدو سره یې هر ډول روابط ودرول او د یوه کال په تیریدو، تازه د شانګهای سازمان ۱۵مه ناسته کې د هند دفاع وزیر ویلي، د سوله ییز او با ثباته افغانستان ملاتړ کوي او نه غواړي،دغه هېواد د ترهګرو پر ځاله بدل شي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکي په دې اند دي،چې د سیمې او نړۍ هېوادونه لاهم له ا فغانستانه ګواښ محسوسوي او په خبره یې دغه اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوې،چې امریکا، په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن‌الظواهري د وژلو ادعا وکړه.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی عزیز معارج وايي:«  د ایمن الظواهري د وژل کېدو له ادعء سره سم،چې طالبانو خپله د مالک په حیث یا د حاکم په حیث  د هغه له شتونه بې خبري څرګنده کړه، نو د بهرنیانو ادعا،چې وايي، په افغانستان کې ترهګرې ډلې مجودې دي، ان که وايي، د ترکستان شرقي جنبش دلته دی، القاعده دلته ده، جهش محمدي دلته ده، دا ټول دلته تقریبا تصدیق کېږي. موږ ادعاء نه شو کولی، دا رد کړو.»  

په افغانستان کې د روان وضیعت په تړاو وار په وار ځینو هېوادونو اندېښنې څرګندې کړي،  تحلیل کوونکي په دې اند دي، چې هند افغانستان کې د پاکستان له ښکېلتیا وېره لري او په باور یې چې هند  اړ دی، تر څو له  افغانستان سره ډیپلوماټیکي او ښې اړیکې ولري.

د سیاسي چارو  تحلیل کوونکی خلیل احمد نادم وايي:« هند تل د افغانستا وضعیت څاري. ګوري،چې پاکستان داسې یو هېواد دی،چې تل د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او هر حکومت چې افغانستان ته راشي‎،د هغه ضد روزي او افغانستان ته یې لېږي.» 

ټولګډونه حکومت،داخلي مشروعیت، د ښځو حقونو ورکړه او د نجونو ښوونځيو پرانېستل هغه غوښتنې دي،چې له سرپرست حکومته کیږي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی طارق فرهادي وايي،هند په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پلوی دی،تر څو ځینې کړۍ په افغانستان کې له دې فرصته په استفادې له ترهګرو سره یوځای نه شي.

هند دفاع وزیر راجنات سینګ ویلي،هېواد یې د افغانستان ملي حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري او له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکوي.

هغه دغه راز د شانګهای سازمان پر غړو هېوادونو هم غږ  کړی دی،چې له ترهګرۍ د خوندي او باثباته افغانستان لپاره دې ګډه همکاري وکړي.

اسلامي امارت د هندي چارواکي له دغه څرګندونو هرکلی او وار په وار یې ډاډ ورکړی، چې افغان خاوره به یې د هېڅ هیواد پر ضد ونه کارول شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist