شاهین زیاته کړې:« زموږ د مخالفینو له خوا د افغانستان ناسم انځور وړاندې شوی دی. په حکومت کې لا هم زرګونه ښځې شته دي،چې په بېلابېلو وزارتونو کې دندې ترسره کوي. په ټول هېواد کې ۴۵۰ زره زده کوونکي پوهنتونونو ته ځي او موږ هڅه کوو،چې پاتې ستونزې د اسلامي اصولو په رڼا کې حل کړو،ځکه دا د افغانانو غوښتنه ده.»
شاهین وايي، له حکومت یې یوازې یو کال تیریږي او دوی هر څه له صفر پیل کړي او په خبره یې د یوه کال موده کې د ټولو ستونزو حل سخت دی او وخت ته اړتیا ولري.
شاهن زیاتوي:« زموږ ټولنه افغاني او اسلامي ټولنه ده،چې هېڅ کله د اروپا له ټولنو سره نه شي پرتله کیدلی. د امریکا له حکومت سل کاله تیریږي او دوی اوس د ستونزو په حل بریالي شوي دي. زموږ د حکومت یوازې یو کال تیریږي او د ستونزو حل به وخت غواړي.»
د سیاسي دفتر ویاند له القاعده شبکې سره د اسلامي امارت اړیکو په اړه وویل، د دوحې هوکړې ته ژمن دي او په خپلو کړیو ژمنو ولاړ دي او دوی به پرېنږدي،چې څوک د افغانستان خاوره د امریکا او یا نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
هغه زیاته کړه:«هر څوک چې زموږ په هېواد کې پټ شوي وي، موږ به یې پیدا کوو او څېړنه به کوو. داسې خلک د امریکا په ګډون په نورو هېوادونو کې هم پټ کېږي،خو دا په دې مانا نه ده،چې حکومت ورسره لاس لري. د دوحې هوکړې ته زموږ ژمنتیا نه ماتیدونکې ده.»
په قطر کې داسلاميامارت د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین داسې مهال د نجونو زدهکړو او د ښځو کار ته د ژمنتیا خبره کوي، چې سرپرست حکومت په یوه کال کې د نجونو پرمخ د متوسطه او لیسو پر پرانېستلو بریالی نه شو.
شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې د پوهنې وزارت سرپرست ویلي ول، هېواد کې د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لیسو تړل کیدل کلتوري ستونزه لري،چې له حل وروسته به یې پرانیزي.