Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په کندهار کې سېلاب ځپلي د بېړنیو بشري مرستو غوښتنه کوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/25

د کندهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیاونه اړولي دي. 

هلته د نورو ولسوالیو پرتله شا والیکوټ ولسوالۍ کې ورښتونو او سېلابونو ډېر زیانونه اړولي.

شاولیکوټ ولسوالۍ کې سېلابونو باغونه، کرنيزي ځمکې او ګڼ کورونه ویجاړ  کړي او اوسېدونکي يې د بېړنيو بشري مرستو غوښتنه لري.

د شا والیکوټ ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی سردار وايي:« د سېلاب دا کومې اوبه،چې له پرون ورځې راهېسې راغلي، شااوخوا ۱۰۰ جریبه زراعتي ځمکه یې  خرابه کړې.  سرایونه یې هم وېجاړ کړي دي، ۶۵ باغونه یې خراب کړي.» 

د شاوليکوټ ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی مطیع الله بیا وايي:«  د غرمې مهال سېلاب راغی، نو دلته یې خلکو ته ډېر زیان واړوه.» 

د کندهار د شاوليکوټ ترڅنګ د دغه ولایت په سپين بولدک،ارغنداب، ښورابک، ریکستان او نورو ولسوالیو کې هم سېلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

ولایتي چارواکو د دغه ولایت د شاوليکوټ له سېلاب ځپلو سره د مرستي پر مهال وویل، چې د سېلابونو د قربانيان لاسنيوی د دولت له لومړيتوبونو کی دی، خو په خبره یې، نړيوال بشري بنسټونه دې هم پر دې اساس وخت کې خپل مسووليت ادا کړي.

د شاولیکوټ ولسوال جمعه خان وايي:«له ټولو موسسو او هېوادوالو مرسته غواړو، چې له دې خلکو سره مرستې وکړي.» 

کندهار کې د طوفاني بادونو او سېلابونو له امله د مالي او ځاني زيانونو ترڅنګ د دغه ولایت کرنيز سکټور ته هم درانه مالي زيان اوښتي،چې د مسوولينو په خبره زيات زيان د انګورو حاصلاتو ته رسېدلی دی. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی
افغانستان

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی
افغانستان

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026

وروستي خبرونه

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

جولای 7, 2026
روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist