Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

زولو: افغانستان کې د وروستیو زلزله ځپلو لپاره کورونه جوړوو 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/24

په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو تر ټولو سخته طبیعي پېښه،چې له زرو زیات کسان په کې مړه، په زرګونه ټپیان او په زرګونه نور یې بې سر پناه پریښودل، پکتیکا او خوست کې تیره جون

میاشت زلزله وه.

وروسته له زلزلې پر کوردننه  او بهر زرګونه کسانو د زلزلې له  ځپلو کسانو سره مرستو ته را ودانګل او ګڼ شمیر هېوادونو د سلګونه ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړه.

که څه هم ملګرو ملتونو په لومړیو کې په زیاته کچه مرستې وکړې،خو اوس په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کډوالۍ عالۍ استازي لیونارد زولو وايي، د ویجاړو شویو کورونو د بیا رغلو مسوولیت یې هم پر غاړه اخیستی او وړمه  یې کارونه په عملي توګه پیل کړي دي.

زولو زیاتوي:« خوست او پکتیکا کې په دې وروستیو کلونو کې زرګونو خلک بې ځایه شوي،چې ګڼ شمیر یې وروستۍ زلزلې ځپلي دي. د ملګرو ملتونو د ګډوالۍ عالي کمېشنري د هغو کورونو بیا رغول پر غاړه اخلي،چې په زیاته کچه زلزلې ویجاړ کړي دي.» 

زولو ويلي، تر راتلونکو څو میاشو به شااوخوا ۲۳۰۰ بابه کورونه جوړ کړي،چې دوه زره یې د پکتیکا برمل او ګیان او پاتې ۳۰۰ نور د خوست سپېره ولسوالۍ کې پلان شوي دي.

هغه زیاته کړه:« د ملګرو ملتونو د ګډوالو چارو عالي کمېشنرۍ له خوا دغه اقدام د ناورین او طبیعي افتونو له امله د اغیزمنو خلکو سره ملاتړ او ژمنه ښیي. په راتلونکو څو میاشتو کې به ۲۳۰۰ کورنیو لپاره نوي کورونه ورغول شي.» 

په ورته وخت کې زولو وايي، د کورونو جوړولو تر څنګ به سلکونه کسانو ته د کار زمینه هم  برابره کړي او هغه کورنۍ،چې په دې پروژه کې برخه اخلي د ۷۰۰ ډالرو نغدي مرسته به ورسره وکړي.

زولو زیاتوي:«  له ودانیزو توکو سربېره، هغه کورنۍ چې پروژه کې برخه اخلي،د کار لپاره به ۷۰۰ ډالر تر لاسه کوي. هرې کورنۍ ته به د ژمي په میاشتو کې د لمریزې برېښنا شیشې او د کورونو د ګرمولو او لرګیو سوځولو لپاره د بخاریو تر څنګ نوې اسانتیاوې هم ورکړل شي.» 

دغه پروګرام د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام او ګډوالو چارو عالي کمېشنرۍ له خوا پر ګډه پیل شوی دی. 

د دې پروګرام په بشپړیدو سره به د یادو درېیو ولسوالیو اوسېدونکي روغتیایي مرکزونو، ښوونځیو او د څښاک پاکو اوبو ته هم لاس رسۍ پیدا کړي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist