Skip to content
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنرۍ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، په افغانستان کې ښځې او نجونې له ګڼو محدودیتونو سره مخ دي.
یادې کمیشنرۍ ویلي، افغان نجونې او ښځې له هغو ګواښونو سره مخ دي،چې د دوی خوندیتوب او هوساینه یې اغیزمنه کړې.
د ملګروملتونو دغې ادارې زیاته کړې، د نجونو او ښځو پر سفر محدودیتونه لګول شوي او زدکړو او کار ته هم نه پریښودل کیږي.
ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم څو ځلې په افغانستان کې د ښځو له حقونو د سرغړونې راپورونه خپاره کړي ول.