Skip to content
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، د دوحې په هوکړه کې منل شوې وه،چې د اسلامي امارت پرمشرانو به هر ډول بندیزونه لرې کیږي.
یاد وزارت د ملګروملتونو له امنیت شورا غوښتي دي،چې هغه تړون باید په بشپړه توګه عملي شي.
خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، پر سفرونو بندیز که بيا وغځیږي،نو د سیاسي ډیالوګ او تعامل پر ځای به واټن رامینځته کړي،چې بايد مخنيوی يې وشي.
خبرپاڼه زیاتوي،چې د امنیت شورا غړي هېوادونه باید درک کړي،چې په لوېديځ کې ځیني متعصبې کړۍ په لوی لاس د افغانستان او نړۍ ترمنځ واټن راوستل غواړي.