Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

رابین ناندي: تېرو ۱۲ میاشتو کې له افغانستان ایران ته  شااوخوا یو نیم میلیونه افغان کډوال تللي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/21

په افغانستان کې واک ته د اسلامی امارت رسیدو سره زرګونو افغانانو د هېواد پرېښودو ته مخه کړه او په تېر یوه کال کې سلګونه زره کسان په قانوني او غیرقانوني لارو هېواد پرېښی او د کډوالۍ دغه لړۍ لا روانه ده.

له دې ډلې په زرګونو کسان ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان ته ګډوال شوي دي،چې زیاته برخه یې ایران ته اوښتي دي.

که څه هم افغان ګډوال د تګ پر مهال له سختو حالتو سره مخ شوي او د نورو هېوادونو د پولیسو لخوا وهل ډبل شوي او حتا وژل شوي هم دي خو  په ایران کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق ( یونېسف) مشر رابین ناندي ويلي،په تېرو ۱۲ میاشتو کې له یونیم میلیون زیات افغانان یوازي ایران ته تللي دي.

ناندي زیاته کړې:« په تېرو۱۲ میاشتو کې له افغانستانه د ښځو او ماشومانو په ګډون شااوخوا یوه نیم مېلیون نوي کډوال یوازې ایران ته راغلي دي.» 

د افغانستان اسلامي امارت بیا له وړاندې ویلي،د دوی په واکمن کېدو سره له ایرانه په زرګونو افغانان بیرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي. 

په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ بنسټ)یونیسف( مشر رابین ناندي بیا رسنیو ته ویلي، د تیر کال  پرتله د افغان ګډوالو شمیر هلته نږدې دوه برابره شوی دی. 

هغه زیاته کړې:« د ۲۰۲۱ زېږدیز کال له اګست میاشتې وړاندې ایران کې له دوو تر درې میلیونو افغان کډوال وو، خو د تېر یوه کال نویو ستنو شویو کډوالو سره دغه شمیر نږدې څلور میلیونو ته پورته شوی دی.» 

که څه هم د ګډوالۍ ستونزه له تېرو څلورو لسیزو راهیسې شتون لري،خو د اسلامي امارت د واک ته رسېدو وروسته په بې سارې توګه زیاته شوې ده. 

د ګډوالۍ اصلي لاملونه اقتصادي ستونزې، بې وزلي او بې کاري بلل کیږي او له سرپرست حکومت غوښتنې دا دي،چې خلکو ته دې کاري فرصتونه برابر کړي او د کډوالۍ مخنیوی دې وکړي.

اسلامي امارت بار بار بهر ته پر تلونکو افغانانو غږ کړی دی،تر څو خپل هېواد ته راستانه شي او د افغانستان په ودانولو کې برخه واخلي،خو د کار او دندو په پیدا کول کې یې بیا تر  اوسه پورې کوم عملي ګام نه دی اخیستی،چې پاتې ځوانان هم د تېښتې هڅه کوي.

تازه د افغانستان کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت یو لوړپوړی پلاوی ترکیه کې د افغان کډوالو د وضعیت او ستونزو حل په موخه انقرې ته تللی دی. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

د افغان کډوالو شورا: پاکستاني پولیس له افغان کډوالو سره ناوړه چلن کوي

اپریل 7, 2026

وروستي خبرونه

هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

ایران او امریکا د دوو اوونیو پر مشروط اوربند هوکړه کړې

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist