د دغو ټاکنو مخکښ ګوندونه د اوسنۍ لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل ګوند او ښي اړخې ګوند دي.
په جرمني کې د پارلماني تاکنو لهپاره رای اچونه پیل شوه ، ډیر اټکل دی چې انګیلا میرکل ګوند به ددغو ټاکنو ګټونکی شي او میرکل به بیرته په خپله څوکۍ پاتې شي.
په جرمني کې لسګونه کسان په ټاکنو کې د برخه اخیستو په موخه د رای اچونې مرکزونو ته تللي دي.
تر دې دمه د دغو ټاکنو مخکښ نوماندان د انګیلا میرکل ګوند او ښي اړخې ګوند دی چې په ډیر اټکل سره به میرکل دغه ټاکنې وګټي.
د ټاکنو ګډونوال وايي؛ ټاکنې د ډیموکراسۍ مهمه برخه ده چې د هیواد برخلیک پرې ټاکل کیږي او د دغو اصولو د پلي کولو لپاره په ټاکنو کې برخه اخلي.
د جرمني اوسیدونکو داسې ویلي (( په جرمني کې ډیرو کارونو ته اړتیا ده چې ترسره شي. ډیری خلک شکایت کوي خو هیڅ کار نه کوي. ټاکنې د ډیموکراسۍ مهم اصل دی. دا هم مهمه ده چې خلک خپل غږ پورته کړي او خپل نظر وړاندې کړي او رای اچوونه غوره لار ده.))
(( دا ډیره مهمه ده چې رای ورکړل شي. دا د یو هیواد د اوسیدونکو دنده ده چې رای ورکړي. دا د بیان د ازادۍ پورې هم تړاو لري چې په هرو ۴ کلونو کې یوځل تجربه کیږي.))
(( زه فکر کوم چې دا یو ستر فرصت دی چې موږ رای ورکولای شو او د هیواد په کچه په پریکړو کې برخه اخیستلای شو. په دې توګه یو هیواد پرمختګ هم کوي. داسې زیات شمیر هیوادونه شته چې له دې فرصت څخه محروم دي.))
د جرمني په زیاتو ښارونو کې د ټاکنو لپاره کلک امنیت نیول شوی دی.
امنیتي چارواکي وايي؛ یوازې په برلین کې د ټاکنو د امنیت په موخه ۱،۵۰۰ پولیس ګمارل شوي دي.
په اروپايي هیوادونو او په ځانګړې توګه په لندن کې وروستیو ترهګریزو بریدونو خلک اندیښمن کړي او په خاصو مراسمو کې له ډیر احتیاطه کار اخلي.