Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ا.ا.ا د هېواد خپلواکۍ ۱۰۳ یمه کلیزه د لویو غونډو په جوړولو سره ونمانځله 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/20

د هېواد خپلواکۍ د ۱۰۳ يمې کلیزې د بېرته ګټلو د نمانځې  په موخه  د کابل ولایت په مقام کې د جمعې پر ورځ د «۱۴۰۱ کال زمري پر ۲۸ مه» مراسم  نیول شوي ول،چې د اسلامي امارت د بېلا بېلو ادارو مسوولینو او علماوو په کې ګډون کړی و. 

د ویناوالو خبرې،چې تر ډېره په آزادۍ ورټولې وې، ټينګار يې کاوه،چې افغانانو د تاریخ په اوږدو پړاونو کې څو ځله آزادي تر لاسه کړې، ولې د ناکامو سیاستونو له کبله يې ترې ګټه نه ده اخیستې.

د کابل والي شیخ ندامحمد ندیم وايي:«ما مخکې درته وویل،چې مخکې نظامونو فتحې او بریاوې ترلاسه کړي، خو فتحه او بریا یې نه ده ساتلې، دا چې ساتل کېږي، په  جهاد ساتل کېږي، په یوالي ساتل کېږي، دعلماوو په مسوولیت ساتل کېږي، د مجاهدینو په قربانیو ساتل کېږي.»  

د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار فاروق اعظم وايي:«دغه خبره هم تاسو ته کوم،چې خپلواکي یو عزت دی.  یو هېواد چې خپلواکي ونه لري، هغه په حقیقت عزت نه لري. هغه روح نه لري. »  

فاروق اعظم په خپلو خبرو کې له شپږم  ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو پرانېستلو غوښتنې تر څنګ وویل، که دا ستونزه حل نه شي، نړۍ به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو ته زړه ښه نه کړي.

هغه زیاته کړه:« یوه خبره هغوی ( نړیوالو) ټېنګه کړې او د ملت غوښتنه هم همدا ده،چې هغه د نجونو د زده کړو ده. زه یوه سپين ګیري په توګه وایم،چې دا مسله په مصلحت د امارت حل کړئ.که دا مسله حل نه شي، شل کاله هم اسلامي امارت غربي نړۍ پر رسمیت نه پېژني. دا ستونزه د اسلامي امارت ده، د نجونو زده کړه حق ده.»  

مراسمو ته د اسلامي امارت اعلامیه هم واورول شوه،چې په کې  ویل  شوي، د اسلامي امارت اوسنی حکومت د آزادۍ لوړ ارزښت ته ژمن او له  نړۍ سره د ښو سیاسي تعاملاتو غوښتونکی دی. 

که څه هم د اسلامي امارت له لوري د مرکز کابل په شمول په ولایتونو کې هم د لویو او وړو ناستو په جوړولو دغه ورځ ونمانځل شوه، خو په عامه توګه سږ کال دا ورځ کم رنګه او نمانځل يې يوازې د خواله  رسنیو تر کاروونکو محدوده وه. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي
افغانستان

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه
افغانستان

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل
افغانستان

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever
افغانستان

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

اپریل 6, 2026
بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

اپریل 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist