Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د افغانستان خپلواکۍ ۱۰۳ مه کلیزه پرکودننه او بهر ونمانځل شوه 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/20

د افغانستان خپلواکۍ بیا ګټلو ۱۰۳ مه کلیزه له هېواد بهر او  پر کور دننه ګڼو افغانانو نمانځلې او د زمري یا اسد ۲۸مه یې د افغانانو لپاره له ویاړونو ډکه ورځ بللې ده.

دغه ورځ په خواله رسنیو کې د اسلامي امارت غړو، پخوانیو چارواکو، سیاسیونو او عامو افغانانو په خپلو ټویټر او فیسبوک پاڼو د مبارکۍ پیغامونه لیکلي او د خپلواکۍ ګټلو، ساتلو او د ارزښت په اړه یې تبصرې کړي دی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي:« ګرانو هېوادواولو! د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۳ مې کلیزې په مناسبت تاسو ټولو ته د زړه له کومې مبارکي وایم. هېله لرم، چې ګران هېواد د تل پاتې او سراسري سولې او ثبات خاوند شي او هر وګړی یې په خپله خاوره کې د خوندیتوب او آزادي احساس وکړي او د هېواد آبادي او بسیاینې لپاره د کار او زیار زمینه ولري. د افغانستان خپلواکي له نن ۱۰۳ کاله مخکې د هېواد د زړور ولس د ملي اتحاد او اتفاق، ټینګ عزم او لوړ همت په نتیجه کې د وخت له ښکېلاک ګر قوت ترلاسه شوه او د هېواد د آبادي او ترقي لپاره چټکې هڅې پیل شوې. له بده مرغه، د پردیو دسیسو او لاسوهونو له… امله دغه هڅې نتیجې ته ونه رسېدې.» 

د اسلامي امارت غړو، ګڼ شمیر حکومتي چارواکو هم پر خپلو ټویټر پاڼو افغانانو ته د هېواد خپلواکۍ ۱۰۳ کلیزې مبارکي ورکړې او پر یووالي یې ټینګار  کړی دی. 

داسلامي امارت ویاند په خپله تویټر پاڼه لیکلي:«د هېواد د استقلال د ترلاسه کولو د ۱۰۳مې کلیږې په مناسبت ټول ملت ته مبارکي وایم. الله تعالی مو دې تل خپلواک، سر لوړي او یوموټي لري.» 

د زمري ۲۸مه له انګریز ښکیلاګرو د افغانستان د خپلواکۍ بیا ترلاسه کولو په مناسبت پښتون سیاستوال افراسیاب خټک دغه ویاړلې ورځ ټولو افغانانو ته مبارکي ویلې ده.

افغان سیاستوال او پخواني چارواکي عبدالستار سادات پر خپله  ټویټر پاڼه لیکلي، چې افغانانو تل جګړه ګټلې،خو سیاست یې بایللی او له تیرو تجربو او درسونو څخه څه نه دي زده شوي. 

سادات  زیاتوي:« نن مو د آزادۍ ورځ ده. موږ چې جګړه وګټله او ډ یپلوماسي مو وبایلله (د راولپنډۍ معاهده). آزادي مو حاصله کړه،خو د خپل له جهل آزاد نه شو. اختلافونه مو حل نه کړل، تعلیم مو ونه کړ،ځکه خو تر دې آزادۍ وروسته په یوه پېړۍ کې دوه ځله بیا مستعمره شو. لا مو هم له تېرو درسونو څه زده نه کړل.» 

د اوبو د چارو د تنظیم او مدیریت ملي ادارې مشر خان‌محمد تکل پر خپله ټویټر پاڼه د زمري ۲۸ مې په اړه لیکلي:« ګرانو هېوادوالو! د خپلواکۍ د تر لاسه کولو ۱۰۳ کلیزه مو مبارک شه!. له نن ۱۰۳ کاله وړاندې د افغان ورونو قومونو پر مټ د دې خاورې یو ننګیالي بچي (شاه امان الله غازي) د انګلیس له استعمار خپلواکۍ تر لاسه کړه او د افغانانو نوم او نښان یې د تاریخ په زرینو کرښو کې ثبت کړ.» 

له هېواد بهر یو شمیر اروپايي هېوادونو کې هم ګڼو افغانانو، دافغانستان دخپلواکۍ ۱۰۳مه کلیزه په غونډو او ډول ډول مراسمو او جشنونو نمانځلې ده. 

ځینو افغانانو په دې اړه  غونډې جوړې کړي او یو شمیر نورو بیا په ښارونو کې موټرو کتار کړي ول،چې په هر موټر  یې درې رنګه بیرغ لګولی وه. 

شنونکي د هېواد خپلواکۍ ګټلو او ازاداۍ ورځ د افغانانو لپاره مهمه او ارزښتناکه بولي،خو په باور یې  د ازادۍ له ګټلو یې ساتل مهم دي.

په کور دننه او بهر افغانانو، سیاسیونو او حکومتي چارواکو د اسد ۲۸مه دافغانستان خپلواکۍ ۱۰۳مه کلیزه پر ګډه نمانځلې، شاه غازي امان الله خان د افغانستان اتل مېړانه ستایل شوې او په ټوله کې د خپلواکۍ ساتلو لپاره د افغانانو په یووالي، ښه تعلیم او اقتصادي ودې ټینګار شوی دی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist