Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ګراهم: پر امریکا یو ځل بیا له افغانستانه د برید احتمال شته دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/18

 د امریکا سناتور لنډزي ګراهام  تازه ویلي،امریکا په افغانستان کې کومه جګړه پای ته نه ده رسولې،بلکې بله جګړه یې پیل کړې، ځکه چې ولسمشر جوبایډن په بیړه پریکړه وکړه.

ګراهام ویلي،اوس هغه روزنیز کمپونه،چې د سپټمبر له یوولسمې مخکې په افغانستان کې و، بیا جوړیږي.

هغه زیاته کړې:« همدا اوس چې خبرې ‌کوم،په افغانستان کې د القاعده روزنیز کمپونه د بیا راژوندي کیدو‌ په حال کې دي. موږ تاریخ بیا تکرار کوو او دا د مخنیوي وړ وو.»

خو د افغانستان اسلامي امارت چارواکو بیا په کراتو ویلي، له افغان خاورې به چاته ګواښ پیښ نه شي، دغه راز امریکایي ولسمشر هم د القاعده شبکې د  مشر ایمن الظواهري د وژلو ادعا سره ویلي، افغانستان به د ترهګرۍ په ځاله بدلیدو ته پرینږدي.

د امریکا سناتور له څرګندونو سره هم مهاله د افغانستان لپاره دامریکا مخکیني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، له اسلامي امارت سره یوه سیاسي هوکړه ممکنه وه،خو د مخکیني ولسمشر وتلو دا فرصت له منځه یو وړ.

هغه زیاته کړې:« د خواشینۍ ځای دی،چې موږ ونه شوای کولی،کابل ته د طالبانو تر ننوتلو وړاندې یوه سیاسي توافق ته ورسېږو.»

خلیلزاد ویلي، ترڅو چې اسلامي امارت د یوه ټولشموله حکومت او ټولنې پر  لور ګام وانخلي، نه شي کولی،پر ملي او نړیواله کچه مشروعیت ترلاسه کړي او له نړیوالو بندیزونو خلاص شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist