Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا د لادرکه شوي عرب ژورنالیست په اړه اندیښنه ښودلې

یوناما: اسلامي امارت باید د خلکو ستونزو حل لپاره جدي کار وکړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/17

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ( یوناما) د افغانستان اسلامي امارت د حاکمیت يوه کال ته په اشارې ویلي،اوس هم فرصت دی،چې اسلامي امارت د خلکو ستونزو حل لپاره جدی کار وکړي. 

یوناما پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي،دوی له هغه چا سره د ښو تعاملاتو غوښتونکي دي،چې د خلکو بشري حقونو ته درناوی ولري. 

یوناما زیاته کړې:« د  طالبانو لپاره د فرصت یوه کړکۍ پاتې ده،چې اړین اقدامات وکړي، د افغانستان پرمختګ زمینه برابره کړي او افغانانو ته هېلې ورکړي. له بدلون پرته حالات نور هم خراب کیږي. نړیواله ټولنه یوازې له هغوی سره تعامل کوي،چې د ټولو حقونو ته درناوی وکړي او د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي.» 

د سیاسي چارو تحلیل کوونکي بیا وايي، که د افغانستان اسلامي امارت په اوسني لیدلوري کې تغیر راولي، ګټه به يې د راتلونکي افغانستان او خلکو لپاره وي. 

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی زرعلي معروف  وايي:« که چېرته طالبان په خپلو کړنلارو کې مثبت بدلون رامنځته کړي،له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي، نړیوالو سره سم تعامل وکړي،د بشر حقونو ته درناوی وکړي او په داخل کې له ملته مشروعیت تر لاسه کړي، نو زه فکر کوم،چې دا به د دوی لپاره د تل پاتې نظام لامل وګرځي.» 

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی احمد خان اندړ وايي:« د ملګرو متلونو له قانون سره سم،چې هغوی د یوه هېواد د رسمیت پېژندلو لپاره۳۰ مادې لري، يوه په کې دا هم ده، کوم هېواد کې چې بشر حقونو نه مراعت کیږي،هغه به په رسمیت نه پيژني،نو زموږ د ټولو افغانانو غوښتنه دا ده،چې د  اسلامي امارت چارواکي دې د نړۍ هغه غوښتونې ومني،چې د افغانانو له اسلامي او ملي ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي.» 

د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي بیا وايي، د تېر کال په جریان کې يې د افغان ښځو په ګډون د خلکو ټولو غوښتنو ته ځای ورکړی او دې برخه کې په جدیت کار کیږي،تر څو د ښځو په ګډون د ټولو بشري حقونه ورکړي. 

کريمي زیاته کړې:« کله چې تېر کال اشغال پای ته ورسېد، هېواد ازاد شو، اوس د اسلامي امارت ټول تمرکز پر دې دی،چې د هېواد پرمختګ لپاره،د اقتصاد لپاره د هېوادوالو د ټولو حقونو د تحفظ او اعادې لپاره کار وشي او په دې برخه کې اسلامي امارت ډېرې لاسته راوړنې هم لري. تاسې پوهیږئ، بودیجه په خپله تکمیل شوه، پروژې پرانېستل شوې، همدا راز د لس میلیونه په شااوخوا کې د مکتبونو زده کوونکې لرو او همدارنګه اسلامي امارت خدمات عرضه کوي.» 

له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانېستل او د کار اجازه، د بیان آزادۍ ته ژمنتیا، ټولګډونه حکومت او خلکو ته د بشري حقونو ورکړه،هغه موارد دي،چې نړۍ يې اسلامي امارت سره د تعامل سره کرښه یادوي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist