Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: اسلامي امارت باید په خپلو سیاستونو او کړنلارو کې بدلون راولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/15

 د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د ا.ا .ا ته په کار ده،چې په خپلو کړنلارو له سره غور وکړی، ولس او نړیوالو سره د تفاهم ګډه ژبه پیداکړي.

د دوی په باور،تیر یوه کال کې ا.ا.ا کومه ګټه نه ده کړې او نور اړتیا نه شته دی،نړۍ سره دعوه اوږده کړو.

د سیاسي چارو کارپوه امان الله هوتکي  وايي:«بدلون ته اړتیا ده.  اسلامي امارت باید تغیر راولي،د دې لپاره یې راولي،که یې ګټه کولای،دا یو کال تیر شو،موږ ګټه ونه کړه. له نړوالو سره په دعوه او هماغه جنجال یو. اسلامي امارت ته په کار ده،په ټولو کړنو له سره فکر وکړي،هم په محلي کچه د ولایتونو او ولسوالویو پر کچه ژبه رامنځ ته شي او هم مخالفینو سره ژبه پیداکړي،درییم  په نړیواله کچه څنګه کولای شو،نړۍ سره تفاهم ته ورسیږو ،نه داچې دعوه ورسره اوږده کړو.» 

ځینې نور بیا وايي، سرپرست حکومت باید په یوه دایمی حکومت بدل شي،د نجونو زده کړو او کار ته اجازه ورکړل شي او دغه راز باید خلکو سره  د ښه چلن پالسي عملي شي.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادی وايي:« طالبان باید درې کاره وکړي،خپل حکومت له سرپرستۍ وباسي، دایمی یې کړي، د نجونو مکتبونه خلاص کړي  هغه څه چې د طالبانو زعیم ویلي،په خلکو مهربانه شئ،دا باید تحقق پیداکړي، له خلکو سره ښه چلن وکړي،هغه ورځ یو ۲۰  ښځو مظاهره وکړه،دوی پرې ډزې وکړ. ولې دا کار وشو؟ هرځای کې اړتیا نه ده، ټوپک پورته شي.» 

پر اسلامي امارت نیوکې دي،چې یوه کال کې یې زیات فرصتونه ضایع کړل،د خلکو اقتصادي کارو بار وده ونه کړه او په بشري لحاظ نن افغانان له هر بل وخت زیات وږي او بې کاره دي،چې باید د سختو تګلارو له پلي کېدو ډډه وکړي. 

خو اسلامي امارت  د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مشر عبدالحق حماد بیا وايي،په  نوي کال کې په اساسي قانون باندې کار کېږي او هڅه کوي،حکومت یې له ستونزو ووځي.

اسلامي امارت په یوه کال کې نړیوال مشروعیت ترلاسه نه ک، له امریکا سره اړیکې نورې هم ترینګړې شوې او نږدې هره ورځ ډلې ډلې ځوانان د اقتصادي ستونزو او بې کارۍ له امله افغانستان پرېږدي.

اسلامي امارت ته فقر، نړیوال مشروعیت او له داعش سره مقابله سترې ننګونې دي،چې ورسره به مخ وي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي
افغانستان

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه
افغانستان

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل
افغانستان

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever
افغانستان

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

اپریل 6, 2026
بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

اپریل 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist