Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سیګار: د مخکېني پوځ محدود شمېر غړي د اسلامي امارت ضد وسله والو ډلو سره یو ځای شوي 

سیګار له افغانستانه د غني وتلو پر مهال د پیسو لېږد په اړه نوې موندنې خپرې کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/11

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا متحده ایالتو ځانګړې پلټونکې ادارې (سېګار) پر مخکېني افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هغو لګیدلو تورونو په اړه څېړنې کړي،چې ګواکي له هېواده د تګ پر مهال یې له ځانه سره ۱۶۹ میلیونه ډالر وړي ول.

د یادو پیسو ادعا کابل کې د روسیې سفارت او وروسته بیا تاجکستان کې د افغانستان سفیر ظاهر اغبر هم کړې وه،خو د سیګار تازه څېړنې او موندنې ښیي،چې مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني او ورسره مله ملګرو دومره پیسې له افغانستانه نه دي وړي.

د سیګار راپور یوه برخه:« د ۱۶۹ میلیونو ډالرو پټ ساتل،خورا ستونزمن دي،ځکه د ډالرو غټ نوټ سلګون دی. د دومره پیسو ایښودل نږدې یو نیم متر اوږد، یو متر پلن او یو متر جیګ ځای ته اړتیا لري او یو ټن وزن پیدا کوي،چې په درې چورلکو کې یې وړل ممکن نه ول، ځکه په یادو چورلکو کې ټول ۴۰ کسان هم له هېواده بهر وتلي دي.» 

له اشرف غني سره د ملي امنیت شورا د چارو ادارې محدود او کلیدي کارکوونکي او د ځانګړي ساتونکي یې مله ول او ځینو یې چې له سیګار سره خبرې کړي،مني چې له ځان سره یې پیسې لیږدولي،خو میلیونونه نه دي.

هغوی چې د نوم نه ښودلو په شرط سیګار سره خبرې کړي مني،چې له هر یوه سره له پنځه تر لس زره ډالر ول،چې ټولټال پنځوس زره ډالر کیږي.

سیګار د خپلو پټو افغان سرچینو له خولې داسې لیکي.

د سیګار راپور یوه برخه:«د ولسمشر ځانګړو ساتونکو یا پي پي اس مشر کوچي سره له ۱۲۵ تر ۲۵۰ زرو ډالر و او د ملي امنیت شورا مرستیال رفیع فضلي سره تر ۲۴۰ زره ډالر و. له حمد الله محب سره د لپټاپ او بل د دریشی بکس و او له لومړۍ میرمنې رولا غني د درېیو بکسونو له وزنونو ښکاریده،چې ټولې جامې دي.» 

سیګار په خپل راپور کې ویلي،په ارګ له ولسمشر غني هغه پنځه میلیونه ډالر پاتې ول،چې د ده خپله شخصي سرمایه وه او هغه خپله دا سرمایه ۲۰۱۵ کال کې له افغان حکومت سره ثبت کړې وه.

راپور کې د پخوانیو افغان چارواکو له خولې ویل شوي، د ازبکستان ترمز ته د ولسمشر غني چورلکو له رسیدو سره سم ارګ کې د ولسمشر پاتې ځانګړو ساتونکو هغه پیسې د ولسمشر په درې موټرو کې واچولې او له ارګ ووتل.

د سیګار راپور یوه برخه:«کله چې طالبان کابل ته رانږدې شول،د ولسمشر ځانګړو ساتونکو پنځه میلیونه نغد ډالرو په درېیو موټرو کې واچول او د ارګ ساتونکو ته یې وویل، دوی د پخواني ولسمشر کرزي اخیستلو لپاره ځي.» 

دغه راز سیګار په خپل راپور کې ویلي،  مخکېني ولسمشر محمداشرف غني او لومړۍ میرنې رولا غني په ګډه د دیارلس میلیونه ډالرو په ارزښت پانګه درلوده،چې پنځه میلیونه هغه یې نغدې وې.

راپور کې ویل شوي،پانګه کې امریکا، لبنان او کابل کې د دواړو کورونو، موټرو، ګاڼیو، کتابتونونو او نړیوالو او کورنیو بانکي حسابونو پیسې شاملې دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist