Skip to content
د حزب اسلامي مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار ویلي، په افغانستان کې امریکا لا هم فعاله نظامي حضور لري او خپله جګړه یې پای ته نه ده رسولې.
حکمتیار په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژلو ته په اشارې ویلي، امریکا په افغانستان کې له جګړې لاس نه دی اخیستی او نه یې د الظواهري د وژلو کوم ثبوت وړاندې کړی دی.
حکمتیار پر کابل د امریکا برید ته په غبرګون کې ویلي، همدا بریدونه دي،ؤچې ترهګري زېږوي او په خبره یې دا نوم هم امریکا کاروي.
د نوموړي په خبره، د سپټمبر ۱۱ مې په څېر پېښې د همدا ډول بریدونو له امله رامنځته شوې دي.
د حزب اسلامي مشر زیاته کړې،چې د دوحې تړون د سولې هوکړه نه وه او امریکا دې تړون ته درناوی نه لري.