Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل ته د امریکا پخواني سفیران: پر طالب مشرانو دې د سفر بندیزونه ولګول شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/06

د کابل لپاره د واشنګټن پخوانیو سفیرانو ویلي، په کابل کې د د ایمن الظواهري له مړینې وروسته ښکاري، چې طالبان لا هم له القاعده شبکې سره اړیکې لري او په دې برخه کې یې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.

یادو سفیرانو  په یوه ګډ لیک کې غوښتنه کړې ده،چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا دې د اسلامي امارت پر لوړپوړ چارواکو د سفر بندیزونه ولګوي،چې د نړیوالې ټولنې جدیت په ډاګه شي.

د لیک یوه برخه:« له بشر حقونو سرغړونو او ترهګرۍ برخه کې د نه همکارۍ په اړه اعلامیې ښې دي،خو موږ په افغانستان کې د خپلو ماموریتونو په لړ کې لیدلي،چې له عمل پرته خبرې هیڅ ګټه نه کوي. اړتیا ده،چې امریکا اوس خپلې خبرې له عمل سره وتړي. ملګري ملتونه باید پر طالب مشرانو د سفر معافیت له منځه یوسي.» 

د افغانستان اسلامي ا مارت د  مشرانو د سفر بندیزونو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه د روانې  اګست  میاشتې پر ۲۰ نیټه جوړېږي. 

لیک کې د افغان ښځو حقونو، کار او زده کړو په تړاو هم اندېښنه ښودل شوې او ویل شوي، اسلامي امارت ځکه په دې برخه کې انعطاف نه ښیي،چې د نړیوالې ټولنې پر اغیز او اهمیت باور نه لري.

دغو شپږو سفیرانو که څه هم پر امریکا نیوکې کړي، چې د ښځو حقونو او ترهګرو ملاتړ برخه کې یې پر طالبانو لازم فشارونه نه دي اچولي،خو په ورته وخت کې خپله اندېښنه افغانستان کې د امریکا پر نه حضور توجیه کوي.

د لیک یوه برخه:« امریکا اړ ده،چې د خپلو پخوانیو همکارانو د لیږد او له نړیوال بانک سره یو ځای د افغانستان اقتصادي ناورین د مهار لپاره داسې تعامل وکړي،چې د طالبانو مشروعیت او ځواکمنولو سبب نه شي. امریکا باید له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.» 

دا پخواني ډیپلوماتان که څه هم پر د اسلامي امارت پر لوړپوړو چارواکو  د سفر بندیزونه دومره اغیزمن نه یادوي،خو ټینګار کوي، دا چاره به طالبانو ته وښیي،چې نړیواله ټولنه جدي ده او نور یې زغم پای ته رسیږي.

په ورته وخت کې دوی وړاندیز کوي،چې د ولسمشر جوبایډن اداره باید داسې څه وکړي،چې د خپلو خبرو ملاتړ پرې وکولی شي.

د لیک یوه برخه:« که امریکا د خپلو خبرو عملي کولو لپاره څه نه شي کولی، نو بیا یې خبرې بې ګټې دي. افغان ښځې به بې ملاتړه پاتې شي او له افغانستانه به ترهګرۍ ګواښ هم پر ځای پاتې شي. مهمه نه ده،چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر او نور چارواکي څه وایي.» 

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان کې د نجونو ښوونځیو تړلو په غبرګون کې د اسلامي امارت پر پوهنې او لوړو زده کړو سرپرست وزیرانو د سفر بندیزونه لګولي،خو اغیزمن نه یادیږي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي
افغانستان

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه
افغانستان

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل
افغانستان

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever
افغانستان

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

اپریل 6, 2026
بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

اپریل 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist