د امریکا سولې انسټیټویټ راپور یوه برخه:«کابل کې پر الظواهري هوایي برید د دې ښکارندویي کوي،چې د طالبانو مشران اوس هم لېواله دي،چې د القاعدې ډلې مشرانو ته پناه ورکړي او دا چاره به د امریکا روان تعامل اغیزمن کړي. اوس به د امریکا او نورو هېوادونو لپاره ستونزمنه وي،چې له طالبانو سره خپل عملي تعامل توجیه کړي.»
اخوا د چین بهرنیو وزارت مرستیالې هووا چون ینګ بیا کابل کې د سي آی اې لخوا ترسره شوي برید ته کلک غبرګون ښودلی او د امریکامتحده ایالت یې د ترهګرۍ ضد فعالیتونو کې په دوه مخۍ تورنه کړي دي.
هغې زیاته کړه:«کابل کې د چین هوایي برید د ترهګرۍ د ټولو ډولونو خلاف کار دی. د ترهګرۍ هر ډول باید وځپل شي او باید دوه مخي ونه شي. د ترهګرۍ ضد عملیات باید د یوه هېواد د ملي حاکمیت د نقض کولو په بیه نه وي. چین تل د ترهګرۍ خلاف دی او موږ پر نړیواله کچه د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې ونډه اخیستې ده.»
نړۍ که څه هم اسلامي امارت د دوحې هوکړې پر نقض تورنوي،خو اسلامي امارت بیا وایي، له افغانستان څخه یې نورو هېوادونو ته د ګواښ نه پېښېدو ژمنه کړې،خو له چا سره یې دا نه ده منلې،چې له ډلو سره به اړیکې پرې کوي.
اسلامي امارت تر دې دمه د الظواهري مړینه نه ده تائید کړې او ویل کیږي چې په دې تړاو لا هم څیړنې روانې دي.