Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې د ۱۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ودونو او کنفرانسونو عصري تالار جوړېږي

خوست کې د ۱۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ودونو او کنفرانسونو عصري تالار جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/12

په خوست کې د خصوصي پانګونې په مرسته د لومړي ځل لپاره د ودونو د یوه عصري او مجهز تالار د جوړېدو چارې پیل شوې.

دغه تالار چې د ۱۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت پر پنځه جرېبه ځمکه جوړېږي، تمه ده چارې یې په راتلونکي یوه نیم کال کې بشپړې شي.

پانګوال وايي، موخه یې په خپل هېواد کې د پانګه اچونې ترڅنګ د خلکو د اړتیاوو پوره کول او د بنسټیزو اسانتیاوو رامنځته کول دي.

ملي پانګوال، حاجي کریم‌الله صدیقي وايي: « د خوست ولایت اکثریت پانګوال په خلیج کې اوسېږي. موږ له ټولو توقع لرو چې خپل هېواد ته راشي او دلته آبادي وکړي.»

د خوست کرنې او مالدارۍ رییس، شېر محمد ذبیح وايي: « دلته تر اوسه په دې برخه کې داسې ګام نه و اوچت شوی چې د خوست خلکو ستونزې هوارې کړي. اوس به دا زمینه هم په لنډ وخت کې برابره شي.»

بله خوا، د خوست اوسېدونکي وایي، په دې ولایت کې د معیاري او مجهزو تالارونو نه شتوالي له امله خلک د ودونو او نورو مراسمو ترسره کولو پر مهال، له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

دوی د دې تالار جوړېدل د خلکو د اړتیاوو  پوره کولو لپاره یو مهم ګام ګڼي او له نورو ملي پانګوالو هم غواړي چې په هېواد کې پانګونې ته مخه کړي، ترڅو ټولنې ته د اړتیاوو وړ اسانتیاوو ترڅنګ، خلکو ته د نویو کاري فرصتونو زمینه هم برابره شي. 

د خوست اوسېدونکی  مظلوم یار صبری وايي: « په خوست کې دا ډول تالار نه شته، نو ځکه ورته ډېره اړتیا ده. په نورو پانګوالو هم غږ کوو چې خوست کې په مختلفو برخو کې پانګونه وکړي.»

د خوست اوسېدونکی عید مرجان وايي: « موږ له افغان شرکتونو غوښتنه کوو چې په افغانستان او په ځانګړې توګه خوست کې پانګونه وکړي او د خوست خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړي.»

د خوست اوسېدونکی ډاکټر سمیع‌الله مشال وايي: « زه ډېر خوښ یم چې په خوست کې دا ډول لویې پروژې پیل کېږي، دا د خوست لپاره ښکلا او د خلکو لپاره سالمه بوختیا ده. په دې سره به د خوست خلکو اړتیاوې هم پوره شي.»

خوست کې د ودونو د یاد تالار په جوړېدو سره، تمه ده چې د خصوصي پانګونې د پراختیا په برخه کې د دې ولایت په کچه مثبت تحول رامنځته شي او ورسره به د سیمه ییز اقتصاد له پیاوړتیا سربیره، په اړینو برخو کې د دې ولایت د اوسېدونکو ستونزې هم هوارې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

۴۵ کاله مهاجرت؛ د بلخ یوه کنډواله کلي ته راستانه شوي کډوال د خدماتو غوښتنه کوي
افغانستان

۴۵ کاله مهاجرت؛ د بلخ یوه کنډواله کلي ته راستانه شوي کډوال د خدماتو غوښتنه کوي

نوومبر 12, 2026
د روسیې لومړي وزیر مرستیال په مشرۍ لوړپوړی اقتصادي پلاوی  کابل ته راځي
افغانستان

د روسیې لومړي وزیر مرستیال په مشرۍ لوړپوړی اقتصادي پلاوی  کابل ته راځي

نوومبر 12, 2026
پښتون ژغورنې غورځنګ، د پاکستان د ظلمونو دوسیه د اروپا پارلمان ته وړي
افغانستان

پښتون ژغورنې غورځنګ، د پاکستان د ظلمونو دوسیه د اروپا پارلمان ته وړي

نوومبر 12, 2026
عامې روغتیا وزارت لاهم په هېواد کې د بې کیفیته درملو له موجودیت اندېښنه لري
افغانستان

عامې روغتیا وزارت لاهم په هېواد کې د بې کیفیته درملو له موجودیت اندېښنه لري

نوومبر 12, 2026
پوهنې وزارت: یونیسف او یونسکو دې افغانستان کې د زده کړو په اړه هر اړخیزه ارزونه وکړي
افغانستان

پوهنې وزارت: یونیسف او یونسکو دې افغانستان کې د زده کړو په اړه هر اړخیزه ارزونه وکړي

نوومبر 12, 2026
مسوولینو ته د کورنیو چارو وزیر سپارښتنه: د نظام له داغ داره کوونکو اعمالو ډډه وکړئ
افغانستان

مسوولینو ته د کورنیو چارو وزیر سپارښتنه: د نظام له داغ داره کوونکو اعمالو ډډه وکړئ

نوومبر 12, 2026

وروستي خبرونه

خوست کې د ۱۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ودونو او کنفرانسونو عصري تالار جوړېږي

خوست کې د ۱۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ودونو او کنفرانسونو عصري تالار جوړېږي

نوومبر 12, 2026
۴۵ کاله مهاجرت؛ د بلخ یوه کنډواله کلي ته راستانه شوي کډوال د خدماتو غوښتنه کوي

۴۵ کاله مهاجرت؛ د بلخ یوه کنډواله کلي ته راستانه شوي کډوال د خدماتو غوښتنه کوي

نوومبر 12, 2026
بغلان کې د یوه روغتون جوړېدو چارې بشپړې او د دوو نورو پیل شوې

بغلان کې د یوه روغتون جوړېدو چارې بشپړې او د دوو نورو پیل شوې

نوومبر 12, 2026
د روسیې لومړي وزیر مرستیال په مشرۍ لوړپوړی اقتصادي پلاوی  کابل ته راځي

د روسیې لومړي وزیر مرستیال په مشرۍ لوړپوړی اقتصادي پلاوی  کابل ته راځي

نوومبر 12, 2026
پښتون ژغورنې غورځنګ، د پاکستان د ظلمونو دوسیه د اروپا پارلمان ته وړي

پښتون ژغورنې غورځنګ، د پاکستان د ظلمونو دوسیه د اروپا پارلمان ته وړي

نوومبر 12, 2026
عامې روغتیا وزارت لاهم په هېواد کې د بې کیفیته درملو له موجودیت اندېښنه لري

عامې روغتیا وزارت لاهم په هېواد کې د بې کیفیته درملو له موجودیت اندېښنه لري

نوومبر 12, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist