له کلونو مهاجرت وروسته، یو ځل بیا خپلو اصلي مېنو ته راستانه شويؤ خو دا ځل یې د پخوا په څېر په زړونو کې د خوښۍ پر ځای د ناهیلۍ سیوري خپور دی.
هر ګام یې د تېر ژوند خاطرې را ژوندۍ کوي او هر کنډواله کور د هغه وخت خوږې خاطرې ور یادوي چې یوه ورځ یې د ارام، مینې او هوساینې ټاټوبی و.
د بلخ ولایت د یوه کنډواله کلي اوسېدونکي د تېر ژوند د خوږو او ترخو خاطرو پاڼې اړوي او د خپل تېر وخت کیسې له ناهیلۍ ډکو احساساتو سره بیانوي.
خپل ټاټوبي ته راستون شوی محمدالله وايي: « دلته زموږ پلرونو ژوند تېر کړی او ښه ژوند مو درلود. موږ مالداري او بڼوالي کوله، کله چې انقلاب راغی، موږ پاکستان ته کډه شوو، اوس دا ځای په کنډواله بدل شوی او د ژوند کولو نه دی.»
له ۴۵ کلن مهاجرت راستون شوی نوخان وايي: « دلته چې کوم مشران او سپین ږیري وو، هغه اوس ټول وفات شوي. پخوا دا ساحه ټوله آباده وه او دلته زیات باغونه وو او ښه مالداري وه. اوس دا دی ګوری چې کنډوالې دي او هېڅ هم نه دي پاتې .»
که څه هم دوی د نویو کورونو پر جوړولو اخته دي، خو د ژوند له لومړنیو امکاناتو بې برخې دي.
دوی پاکو اوبو، برېښنا، لویو لارو، روغتیایي خدماتو او د زده کړو سهولتونو ته د لاسرسي نه لرل، خپلې لویې ستونزې لري او وايي، اړوند ادارو ته یې مراجعه کړې، خو د حل په موخه یې کوم ګام نه دی اخستل شوی، دوی ټینګار لري چې په یادو برخو کې ورته جدي پام وشي.
راستون شوی محمدالله په دې اړه وايي: « اصلي ستونزه د ماشومانو د تعلیم او مکتب ده. همدارنګه د اوبو ستونزه ده، په دې دښته کې هېڅ اوبه نه شته. همدارنګه جماعت او د لارو جوړولو ته هم اړتیا لرو.»
خپل ټاټوبي ته راستون شوی عبدالحی وايي: « زموږ دا نوی نسل ټول په پاکستان کې پيدا شوي او هلته یې تعلیم کړی، چا تر پنځم، چا تر لسم او چا تر دوولسم. اوس چې دلته راغلي یو، د ماشومانو پاتې تعلیم برخلیک مو روښانه نه دی.»
هغه ځوانان چې په بېلابېلو علمي او تخنیکي برخو کې یې زده کړې کړې او د کار وړتیاوې لري، خو د کاري فرصتونو نه شتوالي یې هیلې له خنډ سره مخ کړې دي. دوی نه یوازې د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي بلکې د نوي نسل د برخلیک په اړه هم ژوره ناهیلي احساسوي.
راستون شوی ځوان، محمد اکبر وايي: « زموږ ځوانان ټول پوه دي او ښه تعلیمونه یې کړي او باید پاملرنه ورته وشي. خو دلته زموږ لپاره هېڅ ډول سهولت نه شته.»
راستون شوی ځوان، فیض الله وايي: « ما خپله ۱۲ کاله تعلیم کړی او بیا مې د اقتصادي ستونزو له امله کار ته مخه کړه. اوس غواړم لوړې زده کړې وکړم.»
د دې ستونزو د حل او راستنو شویو کډوالو غږ اوچتولو لپاره مو د بلخ ولایت ځایي مسوولینو سره خبرې وکړې چې د حل لپاره یې ډاډ ورکوي او وایي، د دوی ټولې ستونزې یې اورېدلې دي او له همکارو موسسو سره هم شریکې شوې او ژره به لاس په کار شي.
د بلخ ولایت کلیو او پراختیا رییس، عبدالحکیم حکمت وايي: « د دې ولسوالۍ عرایض موږ ته راغلي، خو مشخص د دې کلي په اړه به وګورم چې د دوی عریضه شته که نه. موږ راتلونکی کال په پام کې لرو چې دوی ته د اوبو او سړکونو په اړه خدمات وړاندې کړو. که چېرې دوی عریضه نه وي کړې، نو هیله ده چې ژره تر ژره عریضه وکړي. موږ به په راتلونکي کال کې دوی ته خدمات ولرو.»
د بلخ والي مرستیال، نورالهادي ابو ادریس وايي: « هو، په لرې پرتو ولسوالیو او کلیو کې خلک ستونزې لري، خو اسلامي امارت هم توجه کوي. موږ هڅه کوو د سړکونو جوړولو، روغتیا، پوهنې، څښاک اوبو او نورو برخو کې خلکو ته د خپل توان مطابق خدمات وړاندې کړو.»
په داسې حال کې چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي ترینګلتیاوو او سرحدي ناندریو د افغان کډوالو پر ژوند سیوری غوړولی، پاکستان کې د افغانانو د اوسېدو شرایط ورځ تر بلې سخت شوي دي.
د دغو فشارونو په پایله کې زرګونه افغان کډوال اړ شوي چې له کلونو مېشتېدو وروسته، خپله شتمني او کورونه پرېږدي او بېرته خپل هېواد ته راستانه شي؛ خو ډېری یې دلته هم له بېکورۍ، بېکارۍ او ناڅرګند راتلونکي سره مخ دي.