Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په بلخ کې د سیلو کارخونه له ۳۰ کلن ځند وروسته یو ځل بیا فعالیت پیل کوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/04

د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د سيلو تصدۍ لويه،کارخونې له شااوخوا۳۰ کاله څنډ وروسته یې یو ځل بیا د بېرته  فعالېدو چارې پیل شوي دي. 

د یادې کارخونې مشر مولوي جاوید صدیقي وايي، په دغه تصدۍ کې  پخوا  له اته ټنه اوړو ډوډۍ چمتو کېدل، خو اوس مهال د څلور ټنو اوړو د ډوډۍ چمتو کېدو ظرفيت لري‎.

د صدیقي په خبره، کارخونه کې تر دې دمه د ۴۰ تنو په شااوخواکې مامورين پر کار بوخت دي او نېږدي ۲۵۰ تنو ته په کې د کار زمينه برابره شوې. 

صدیقي زیاته کړې:« زموږ د کارخونې دو لینه فعاله دي. په ترمیم یې بوخت یوو. په فعالېدو سره به یې۲۵۰ تنه پر کار شي. دا هر یوه،چې لس نفره کورنۍ حساب کړې، نو ډېرو کورنیو ته د نفقې زمینه برابریږي او بل هېواد ته د  تګ اړتیا نه پیدا کېږي. که چېرته مو سیلو فعاله شي، په اقتصاد کې به ډېره ګټوره تمامه شي. موږ د مزار له نانوایانو، قوماندانۍ، پوهنتونونو او ملکي روغتونونو سره خبرې وکړې،څو د ډوډیو قراردادونه له موږ سره وکړي او دوی هم خوښ شول.» 

د بلخ سېلو د ډوډۍ پخونې څانګې  آمر انجنیر محمد محسن بیا وايي،ياده څانګه کې د ډوډۍ داش،د بخار لابراتوار او د ډودۍ خمېره کولو ځای شتون لري،چې د يو شمېر انجنيرانو او فني کارکوونکوپه مرسته به کارخونه په نېږدې موده کې پر کار پېل وکړي.

هغه زیاته کړه:«مسوولین غواړي،دا کارخونه بیا فعاله کړي. زه بېرته راغلم او خپلې چارې مې دلته پيل کړې. له مودو راهیسې بنده وه. اوس ډېر خوښ یم،چې بیا فعالیږي او په فعالېدو سره به یې یو څو تنو ته د کار زمینه برابره شي.» 

غلام فاروق چې په ياده توليدي کارخونه کې انجنير دی، د کار او دندې ترڅنګ له مسوولينو د يادې کارخونې غيرفعاله برخو د بيارغونې او فعالولو غوښتنه کوي.

فاروق  د يادې کارخونې  بيا فعاليت ته  خوښي څرګنده وي او وايي،په  فعاله کېدو سره به يې پر کور دننه سلګونه ځوانان پر کار بوخت  شي. 

فاروق زیاتوي:« د بلخ سیلو ریاست د مسوولین هدایت پر بنسټ، دا سیلو باید فعاله شي. کابو۳۰ کاله کېږي چې دا سیلو غیرفعاله ده. که چېرته فعاله شي ۲۴ ټنه اوړه په ډوډۍ بدلولی شو.» 

د بلخ سیلو کارخونه په ۱۳۶۲ کال کې د شوروي اتحاد په مرسته د مزار شريف ښار سويل لورې ته جوړه شوې وه،چې تر ۱۳۷۵کال پورې د نظامي برخو سرتيرو ته یې ډوډۍ تياره وله،چې د وخت په تېرېدو او د مسوولينو نه پاملرنې له امله شااوخوا۳۰ کاله غيري  فعاله پاتې شوه،چې اوس مهال هېواد کې د اسلامي  امارت له واک ته رسېدو را وروسته یې کاري چاري  بشپړې شوي او ښایې نېږدو ورځو کې به  پر فعالیت پیل وکړي.

د بلخ ولايت د سيلو کارخونه د کابل سیلو له کارخونې وروسته په هېواد کې دا دویمه لویه توليدي  کارخونه ده،چې فعالیت پیل کوي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی
افغانستان

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی
افغانستان

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026

وروستي خبرونه

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

جولای 7, 2026
روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist