Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عامې روغتیا وزارت لاهم په هېواد کې د بې کیفیته درملو له موجودیت اندېښنه لري

عامې روغتیا وزارت لاهم په هېواد کې د بې کیفیته درملو له موجودیت اندېښنه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/12

کابل کې د روغتیا دویم ملي او نړیوال نندارتون پرانیست غونډې ته دعامې روغتیا وزارت ترڅنګ، دحکومت نور چارواکي هم راغلي.

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین، د باکیفیته درملو پر تولید او واردولو د ټینګار ترڅنګ، خبرداری ورکوي هغه شرکتونه چې بې کیفیته درمل وارد یا تولید کړي او یا یې هم په غیر قانوني توګه هېواد ته راوړي، له سخت قانوني چلند سره به مخ شي.

حمد الله زاهد وايي: « ټولو متقلبینو ته که هغوی د هېواد په داخل کې وي یا هم له بهرنیانو سره اړیکه لري، که وارداتي درمل وي یا تولیدي، یو ځل بیا خبرداری ورکوو چې که چېرې خپلو مخفي او تقلبي اعمالو ته ادامه ورکړي، قانون به در باندې عملي کېږي او زندان ته به لېږدول کېږئ. زموږ غوښتنه ده چې له تقلبي تولید، تورید او د جعلي اسنادو له وړاندې کولو څخه ډډه وکړئ.»

په ورته مهال، د اقتصاد وزارت چارواکي دا ډول نندارتونونه په روغتیايي برخه کې د پانګونې جلبولو لپاره مهم یادوي او وايي، له دې ډول نندارتونونو سره کورني تولیدات هم وده کوي.

قاري دین محمد حنیف له خلکو وغوښتل چې د کورنیو تولیداتو څخه په ګټه اخیستې سره، له دغو تولیداتو ملاتړ وکړي.

د اقتصاد وزیر وايي: « باور لرم چې دغه فرصت د اړیکو پراخولو ، پانګونې جذبولو او ډېرو ستونزو ته د حل لارو موندلو لپاره بستر جوړوي.»

په ورته مهال، د چارو ادارې مشر بیا وايي، له دې وړاندې به هېواد ډېری درمل له نورو هېوادونو وارېدېدل، خو اوس دا کچه د اسلامي امارت د جدي پاملرنې په پایله کې راټیټه شوې.

د چارو ادارې مشر نورالحق انور وايي: « پخوا په دې اړه سیالي کېده چې یو سوداګر ډېرې پیسې وګټي او دا د بې کیفیته درملو په واردولو کېده. دغو درملو نه یوازې زموږ د ناروغانو په رغولو کې کوم اثر نه درلود بلکې نورې ناروغۍ یې هم را پیدا کولې. اوس د با کیفیته درملو د تولید او تورید لپاره طرزالمعل جوړ شوی او د هغو کسانو لپاره سزاګانې په پام کې نیول شوې دي چې جعل او تقلب کوي.»

د نندارتون ګډونوال بیا د کورنیو تولیداتو د ودې او دځان بسیاینې لپاره د دې ‌ډول نندارتونونو جوړېدل ارزښتناک ګڼي.

د طبي نندارتون یو تن ګډونوال وايي: « دا نندارتون د کورنیو شرکتونو لپاره ډېر ښه دی. همدارنګه خلک د افغانستان جوړ درمل خوښوي او ډاکټران هم همکاري کوي. په دې ډول نندارتونو کې ډاکټران، روغتونونه او کمپنۍ سره معرفي کېږي، بیا زموږ د درملو نمونې او بېلګې له ځانه سره وړي او ناروغانو ته یې تجویز کوي.»

د نندارتون یوبل ګډونوال وايي: « دا ډول پروګرامونه د ټولو هېوادوالو، سوداګرو او هغو کسانو لپاره په خصوصي سکټور کې پانګونه کوي، ډېر اړین او ګټور دي. د دې هدف دا دی چې دلته په یوه ځای کې شته امکانات تر نورو ځایونو هم ورسول شي.»

یوبل ګډونوال وايي: « په ټوله کې دا ډول نندارتونونه فرصتونه برابروي چې په کې زموږ داخلي تولیدات معرفي شي او عام خلک ورسره آشنا شي.»

چارواکي له پانګوالو غواړي چې د نورو برخو ترڅنګ، افغانستان د روغتیايي وسایلو او درملو د تولید په برخه کې هم دپانګوونې لپاره ښه ظرفیتونه لري او کولی شي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.

د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې، یوازې په تېر ۲۰۲۵ کال کې د ۲۶۳ میلیونو ډالرو په ارزښت درمل او د ۲۷ میلیونو ډالرو په ارزښت طبي تجهزات او روغتیايي وسایل هېواد ته راوارد شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې د ۱۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ودونو او کنفرانسونو عصري تالار جوړېږي
افغانستان

خوست کې د ۱۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ودونو او کنفرانسونو عصري تالار جوړېږي

نوومبر 12, 2026
۴۵ کاله مهاجرت؛ د بلخ یوه کنډواله کلي ته راستانه شوي کډوال د خدماتو غوښتنه کوي
افغانستان

۴۵ کاله مهاجرت؛ د بلخ یوه کنډواله کلي ته راستانه شوي کډوال د خدماتو غوښتنه کوي

نوومبر 12, 2026
بغلان کې د یوه روغتون جوړېدو چارې بشپړې او د دوو نورو پیل شوې
روغتیا

بغلان کې د یوه روغتون جوړېدو چارې بشپړې او د دوو نورو پیل شوې

نوومبر 12, 2026
د روسیې لومړي وزیر مرستیال په مشرۍ لوړپوړی اقتصادي پلاوی  کابل ته راځي
افغانستان

د روسیې لومړي وزیر مرستیال په مشرۍ لوړپوړی اقتصادي پلاوی  کابل ته راځي

نوومبر 12, 2026
پښتون ژغورنې غورځنګ، د پاکستان د ظلمونو دوسیه د اروپا پارلمان ته وړي
افغانستان

پښتون ژغورنې غورځنګ، د پاکستان د ظلمونو دوسیه د اروپا پارلمان ته وړي

نوومبر 12, 2026
پوهنې وزارت: یونیسف او یونسکو دې افغانستان کې د زده کړو په اړه هر اړخیزه ارزونه وکړي
افغانستان

پوهنې وزارت: یونیسف او یونسکو دې افغانستان کې د زده کړو په اړه هر اړخیزه ارزونه وکړي

نوومبر 12, 2026

وروستي خبرونه

خوست کې د ۱۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ودونو او کنفرانسونو عصري تالار جوړېږي

خوست کې د ۱۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ودونو او کنفرانسونو عصري تالار جوړېږي

نوومبر 12, 2026
۴۵ کاله مهاجرت؛ د بلخ یوه کنډواله کلي ته راستانه شوي کډوال د خدماتو غوښتنه کوي

۴۵ کاله مهاجرت؛ د بلخ یوه کنډواله کلي ته راستانه شوي کډوال د خدماتو غوښتنه کوي

نوومبر 12, 2026
بغلان کې د یوه روغتون جوړېدو چارې بشپړې او د دوو نورو پیل شوې

بغلان کې د یوه روغتون جوړېدو چارې بشپړې او د دوو نورو پیل شوې

نوومبر 12, 2026
د روسیې لومړي وزیر مرستیال په مشرۍ لوړپوړی اقتصادي پلاوی  کابل ته راځي

د روسیې لومړي وزیر مرستیال په مشرۍ لوړپوړی اقتصادي پلاوی  کابل ته راځي

نوومبر 12, 2026
پښتون ژغورنې غورځنګ، د پاکستان د ظلمونو دوسیه د اروپا پارلمان ته وړي

پښتون ژغورنې غورځنګ، د پاکستان د ظلمونو دوسیه د اروپا پارلمان ته وړي

نوومبر 12, 2026
عامې روغتیا وزارت لاهم په هېواد کې د بې کیفیته درملو له موجودیت اندېښنه لري

عامې روغتیا وزارت لاهم په هېواد کې د بې کیفیته درملو له موجودیت اندېښنه لري

نوومبر 12, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist