Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: نړۍ ته باید قناعت ورکړل شي چې افغانستان له ترهګرو ډلو سره اړیکې نه لري 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/04

له هغې وروسته،چې په کابل کې د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواري د امریکامتحده ایالتو په هوايي برید کې ووژل شو،د نړۍ پر وړاندې افغانستان نور هم خپل باور له لاسه ورکړ. 

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، په کابل کې د القاعدې شبکې مشر په نښه  کولو نړیوالو  ته پلمه په لاس ورکړې،چې لاهم کابل له نړیوالو توند لارو ډلو سره اړیکې لري. 

دوی ټینګار لري،چې د نړۍ بارو ترلاسه کولو لپاره دې اسلامي‌امارت د دوحې هوکړې ټول موارد عملي کړي او نړۍ ته دې ثابته کړي.چې افغانان نور له ترهګرۍ ستړي دي،ارام او پر نړیوالو اصولو برابر ژوند غواړي. 

د سیاسي چارو شنونکی صادق شینواری وايي:« نړیوالو ته  اوس دا پلمه په لاس ورغلې او دلته په  افغانستان کې یې د القاعدې مشر په نښه کړی دی او طالبان نه دا موضوع تائیدوي او نه یې ردولی شي. اوس طالبانو ته پکار ده،چې هغې هوکړې ته،چې په دوحې کې شوي دي،پرهغې عمل وکړي او ورته متعهد پاتې شي،ترڅو ورته د رسمیت پیژندنې زمینه بیا برابره شي.» 

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج بیا وايي، د الظواهري په وژنې سره اوس امریکامتحده ایالتو دا ثابته کړه، چې اسلامي امارت له القاعدې سره اړیکې لري او د دوحې له هوکړې یې سرغړونه کړې. 

د معارج په خبره، د اسلامي امارت لپاره د سپیناوي یوازینۍ لار د دوحې پر هوکړه عمل دی او ښايي له دې کار سره یو ځل بیا نړۍ ورسره د سیاسي اړیکو ټینګښت لپاره زړه ښه کړي. 

هغه زیاته کړه:«داچې وژل شوی کس الظواهري دی او که نه،خو د امریکا متحده ایالتو په لویه کچه دا ثابته کړه،چې طالبان له القاعدې سره  اړیکې لري او د دوحې تړون یې نقض کړی دی. طالبانو ته په کار ده،چې دا ثابته کړي، که چیرې له القاعدې سره اړیکې نه لري او  دا کس الظواهري نه دی،له دې باید دفاع وکړي او نړۍ ته باید دا ثابته کړي او یاهم د دوحې تړون درېیم بند په پشپړه توګه عملي کوي، له دې پرته بله لار نه شته.»

پخوانۍ دیپلوماته شکریه بارکزۍ بیا وايي،په کابل کې د القاعده شبکې پر مشر د امریکامتحده ایالتو ډرون برید د دې ښکاروندويي کوي،چې د افغانستان اوسنی نظام پر خپلې فضاء کنټرول نه لري. 

بارکزۍ وايي، اسلامي امارت ته په کار ده،چې په خپلو کړنو کې بدلون راولي او هغه ژمنې دې عملي کړي،چې په نړیوالو کنفرانسونو کې یې له نړۍ سره کړي دي. 

هغه زیاته کړه:« د افغانستان په خاوره د بهرنیو ترهګرو ډلو د امریکامتحده ایالتو د ډرون استعمال د دې ښکارندويي کوي،چې لاهم د افغانستان فضاء او جغرافیه اسلامي امارت بشپړ حاکمیت نه لري او که چیرې طالبان وغواړي،چې نن هم په خپلو کړنو کې بدلون راولي او مطلقا یوه نوې صفحه چې لکه څنګه،چې  دوی د دوحې په تړون کې ویلي ول، پرانیزي او د هغې په شان عمل وکړي،کیدای شي د دې امکان وي،چې نړۍ یې پر رسمیت وپیژني.» 

د افغانستان اسلامي امارت بیا وايي، په دې تړاو یې څېړنې روانې دي او د تحقیقاتو له بشپړېدو وروسته به خپل دریځ وړاندې کړي. 

د تیرې شنبې په ورځ د کابل په شیر پور سیمه کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د امریکامتحده ایالتو په  هوايي برید کې ووژل شو،خو تر دې مهال اسلامي امارت په دې تړاو څه نه دي ویلي او نه یې هم په افغانستان کې دالقاعده شبکې د مشرانو حضور تائید کړی،خو تل یې ټینګار پر دې وي،چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist