د کورنیو چارو وزیر غزني، پکتیکا، پکتیا او میدان وردګو ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې له سیمهییزو اداري چارواکو مسوولینو، امنیتي منسوبینو، دیني عالمانو، قومي مخورو او ولسي وګړو سره د کتنې پرمهال، د مثبت فکر، رغنده تعامل او د حکومت او ولس ترمنځ د همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی.
خلیفه سراجالدین حقاني چارواکو او ولس ته د خبرپرمهال زیاته کړې چې نظام د ولس په قربانیو لاس ته راغلی او د دې نظام په ساتنه کې د ولس او حکومت ګډه همکاري، یوه جدي اړتیا بلل کېږي.
نوموړي خپلو امنیتي منسوبینو او د اسلامي امارت ټولو امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې له داسې کړنو ډډه وکړي چې نظام پرې داغ داره کېږي.
خلیفه سراجالدین حقاني ویلي: « اوس خو صحیح ده دا به نه کېږي، خو دومره باید په زړه کې راتېر کړو چې باید احتیاط وکړو. بیت المال سره احتیاط وکړو، په نظام کې د ننه داسې پېچلي او بد حرکتونه چې ټول نظام پرې داغ داره کېږي، ځان ترې وساتو. باید زموږ سوچ له خپل مسوولیت څخه لوړو کارونو باندې وي. موږ چې کله په کورنیو چارو وزارت کې سره کېنو، ملګري د نظام په سطحه بحث را واچوي، زه ورته وایم چې تاسو اول خپلو کارونو باندې مراقبت وکړئ او محاسبه وکړئ چې څومره مو ښه کړي دي، بیا په لوړو کارونو کې وغږېږئ.»
د کورنیو چارو وزیر ولایتونو ته دسفرونو او عامو خلکو سره د لېدونو پرمهال ویلي، د کليو، ښارونو او هېواد ابادي یوازې د حکومت مسوولیت نه دی، بلکې په دې برخه کې د حکومت او ولس ګډ مسوولیت او همکارۍ ته اړتیا ده.
حقاني د ټولنې د پرمختګ لپاره د متقابل تفاهم، یووالي او د مثبتو هڅو پر دوام ټینګار کړی.
د کورنیو چارو وزیر زیاته کړې: « اوس ښه والی په دې کې دی چې هېڅوک د چا پر حق تجاوز نه شي کولی او که څوک تجاوز هم وکړي، هرڅوک اختیار لري چې محاکمو ته ورشی او عریضه وکړي. هرڅومره لوی واکمن چې وي، د دې حق نه لري چې د چا پر حق تېری وکړي؛ که په عدالت، قضاوت او فیصله کې څه غلطي راځي، دا د نظام ستونزه نه ده بلکې د فرد غلطي ده.»
بله خوا، د چارو شنونکي بیا په دې باور دي چې د لوړ پوړو چارواوکو، سیمهییزو مسوولینو او ولسي خلکو ترمنځ مخامخ لیدنې کولی شي د خلکو د ستونزو او غوښتنو په پېژندلو او حلولو کې مرسته وکړي.
د دوی په خبره، د افغانستان په څېر هېواد کې چې ګڼې سیمې یې له اقتصادي، ټولنیزو او پراختیایي ستونزو سره مخ دي، د حکومت او ولس ترمنځ همغږي او متقابل تعامل د بیارغونې او سیمهییز پرمختګ لپاره مهم بلل کېږي.
د سیاسي چارو شنونکی، توریالی ځاځی وايي: « ولایتونو ته د حقاي سفرونه او هلته له ولسونو سره کتل، یوه انساني کړنلار ده. هرڅوک باید نظام کې ځان وویني؛ د ملي ارزښتونو او هېواد ساتنه یوازې د اسلامي امارت مسوولیت نه دی بلکې د ملت مسوولیت هم دی. اسلامي امارت باید د ملت هغه مشروع غوښتنې ومني چې پنځه کاله کېږي دا ملت ورته منتظر دی.»
د کورنیو چارو وزیر، خلیفه سراج الدین حقاني له دې وړاندې هم د حکومت او رعیت پر ګډ یووالي ټينګار کړی او څو ځلې یې له خپلو امنیتي منسوبینو او امنیتي ځواکونو غوښتي چې له هغو ګامونو لاس پر سر شي چې د حکومت او خلکو ترمنځ د ستونزو لامل کېدلی شي.