Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: کابل کې د القاعدې شبکې مشر وژل به نړیوالو سره د اسلامي امارت تعامل سخت کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/03

د کابل په زړه کې د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدل د اوس لپاره یوه داسې معما ده،لکه په ۲۰۱۱ م کال کې چې د دې شبکې مشر اسامه بن لادن د اسلام اباد په یوه خوندي سیمه ایبټ اباد کې د امریکايي ځواکونو لخوا ووژل شو. 

د سیاسي چارو کارپوهان وايي،د اوس لپاره کابل کې د ایمن الظواهري وژل کېدو د نړیوالو هغه اندېښنې پرځای ثابتې کړې،چې باور یې درلود،چې اسلامي امارت القاعده او نورو هغو وسله والو ډلو سره اړیکې لري،چې راتلونکې کې نړۍ ته زیان اړوي.

دوی وايي،د اسلامي امارت په خپلو ژمنو کې ریښتیني ثابت نه شول او اوس به له نړیوالو سره تعامل لا  ډېر سخت شي.

د باور غورځنګ مشر نجیب ازاد وايي:« دا به د طالبانو رسمیت پېژندنې پر وړاندې خنډونه لا ډېر کړي. نو له دې سره به د سیمې هغه هېوادونو،چې په دې وروستیو کې یې د چین، ازبکستان او تاجکستان په ګډون، له طالبانو سره یې د ځینو تعاملاتو رامنځته کولو لپاره هڅې کولې یا یې اقتصادي راکړه ورکړه پيل کوله،هغه به هم اوس قطعه شي، ځکه نړیوال فشارونه دي،چې دلته د نړۍ تر ټولو لوی ترهګر وژل شوی دی. نو د طالبانو رسمیت پېژندنه او له دوی سره د نړیوالو تعامل به لا ډېر له خنډ سره مخ شي او د طالبانو واکمني به له جدي ګواښ سره مخ شي.»  

د ایمن الظواهري وژل کېدو پر اسلامي امارت باندې نړیوالې نیوکې زیاتې کړي دي،چې د دوی نړیوال باور یې زیانمن کړی دی.

دا پوښتنې حل شوي نه دي،چې ایمن الظواهري څنګه او څه وخت افغانستان ته راغلی و، امریکا څنګه په نښه کړ او په دې عملیاتو کې د امریکا له متحده ایالتو سره چا او کومو خلکو مرسته کړې ده. خو په ظاهره هرڅه د طالبانو په خلاف دي. 

د سیاسي چارو کارپوه واحد فقیري وايي، په دې اساسو شیبو کې،چې اسلامي امارت غواړي،نړیوال مشروعت ترلاسه کړي،ټولې هلې ځلې ننګولی شي. 

فقیري وايي،اندېښنه دا ده،چې نړیوال به یو ځل بیا افغانستان ته د ترهګرۍ د ځالې په توګه وګوري،چې دا کار د افغانستان ګټې له ګواښ سره مخ کولای شي.

فقیري زیاتوي:« دا د افغانستان ټول شهرت ته زیان رسوي. د افغانستان برم ته زیان رسوي او افغانان یو نوعه تروریست، غیر قانوني خلک او یا یاغیان معرفي کوي. بیا هم وایم،چې طالبانو په دې برخه کې  د افغانستان ملي منافعو پر ضد اقدام کړی دی.»  

امریکایانو څو میاشتې وړاندې افغانستان ته د اسامه بن لادن د زوی راتګ تائید کړی و او ویلي ول، القاعده له اسلامي امارت سره ژورې اړیکې لري او واک ته د  اسلامي امارت رسیدو سره سیمه ییزو او نړیوالو وسله ‌والو ډلو افغانستان ته مخه کړې ده،هغه څه چې طالبان یې ردوي .

سره له دې چې اسلامي امارت نړیوالو ته ډاډ ورکړی دی،چې له افغان خاورې نه به ورته ګواښ نه پيېښږي،خو نړیوال پرې قانع نه ښکاري.

د امریکا متحده ایالتو ۲۰ کاله وړاندې په افغانستان برید وکړ،چې د القاعدې شبکې مشر اسامه بن لادن افغانستان کې اوسېده.

اسلامي امارت د افغاني ننګ په خاطر د امریکامتحده ایالتو ته اسامه بن لادن ورنه کړ،چې بلاخره یې حکومت د امریکامتحده ایالتو له لوري رانسکور شو.

خو له دې برید وروسته به هغه وسله والې ډلې چې له بهره راځي او هڅه کوي، اسلامي امارت سره بیعت وکړي،خپل خوندیتوب خطر کې وګوري.

اسلامي امارت په کابل کې د امریکامتحده ایالتو ډرون الوتکې برید تائید او غندلی دی،خو د ایمن‌الظواهري د وژلو کیدو په تړاو یې تر اوسه پورې څه نه دي ویلي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist