امریکا وایي، که طالبان د سولې خبرې کوي ورسره خبرې کوي او که جګړه کوي، نو ورسره جنګېږي.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، ټول سیمه ییز متحدین یې ورسره موافق دي، چې په افغانستان کې د سولې لپاره طالبان باید له افغان حکومت سره خبرې وکړي.
طالبانو امریکا ته خبرداری ورکړی و چې که له افغانستانه د خپلو ځواکونو پر وېستلو تمرکز ونه کړي، نو راتلونکې نورې ناستې به ورسره لغوه کړي.
اوس خلیلزاد د طالبانو د خبرو په غبرګون کې ویلي، که طالبان خبرې کوي خبرې ورسره کوي او که جګړه کوي نو ورسره جنګېږي، خو خلیلزاد باور لري چې طالبان سوله غواړي.
خلیلزاد ویلي، امریکا په اوږده مهال کې له افغانستان سره په پوځي، سفارتي او اقتصادي برخه کې پراخې اړیکې ساتل غواړي.
پر طالبانو د پاکستان فشارونه
پاکستان پر طالبانو له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره فشارونه زیات کړي.
د طالبانو لوړپوړو چاوراکو ویلي، پاکستان کې یې د یو لوړپوړي چارواکي نیول کېدل د دې لپاره شوي و چې پر طالبانو فشار راوړي، څو له افغان حکومت سره خبرې پیل کړي.
طالب چارواکو ویلي، پاکستاني ځواکونو د طالبانو د چاوراکو په کورونو په څو ځایونو کې چاپې وهلي دي.