Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د شانګهای همکاریو سازمان بهرنیو چارو وزیرانو ناسته کې افغانستان ته بلنه نه وه ورکړل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/01

د افغانستان په اړه د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې له نړیوالې ناستې وروسته، تاشکند د شانګهای همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې کوربه وه،خو دا ځل په کې افغانستان ته بلنه نه وه ورکړل شوې.

د یاد سازمان په دې ناسته کې ازبکستان،تاجکستان،روسیې،قرغزستان،هند او پاکستان ګډون کړی وه.

د افغانستان اسلامي امارت د  بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي،چې دا مهال ازبکستان کې دی،د شانګهای  همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په لړ کې وړمه ورځ د پاکستان چین او ازبکستان د بهرنیو چارو له  وزیرانو سره لیدلي دي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د اسلامي امارت پر رسمیت نه پېژندل یوه لویه ستونزه د، چې افغانستان ته په مهمو ناستو کې بلنه نه ورکول کېږي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« هغه ډله،چې تر اوسه پورې په تورلیست کې موجوده وي  او پر رسمیت هم نه وي پېژندل شوې، دولت یې هم لنډمهاله وي، نو دوی نه شي کولای،چې ډاډ یا امنیتي تضمین د شانګهای سازمان  ته ورکړي، نو همدا لامل دی،چې شانګهای سازمان له دې ډډه کړې،چې طالبانو ته بلنه ورنه کړي.»  

افغانستان د شانګهای همکاریو د سازمان څارونکی هېواد دی،چې په تېرو څو کلونو کې هڅه وشوه، افغانستان د دې سازمان غړیتوب ترلاسه کړي،خو تر اوسه پورې دا چاره نه ده ترسره شوې.

دا کنفرانس چې تر ډېره اقتصاد محوره پالیسي لري،غړي هېوادونه تل د افغانستان د امنیت له پلوه اندېښنه لري.

د سیاسي چارو کارپوهه ډیوه پتنګ وايي، په داسې ناستو کې د افغانستان نه ګډون تاواني ده،خو له بل پلوه د شانګهای سازمان ته هم په سیاسي لحاظ تاون پېښولی شي.

ډیوه پتنګ زیاته کړه:« خو له هغې ورځې،چې پر افغانستان طالبانو حاکمیت پيدا کړی، دوی ته بلنه نه ده ورکړل شوې. که څه هم افغانستان ډېر مهم موقف لري، په ځانګړي ډول د سیمې امنیت برخه کې،نو د دوی بلنه ډېره زیاته مهمه ګڼل کېږي.»  

افغانستان د سیمې هېوادونو ته خپل دریځ او د هغوی اندېښنو ته د تاشکند په نړیواله ناسته کې څرګند کړ،چې د افغانتسان په تړاو رابلل شوې وه او نږدې ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو په کې ګډون درلود.

د دغه سازمان یو بل هدف د نشه یي توکو قاچاق مخنیوی دی،چې تل یې د افغانستان له اړخه وېره محسوسوله،خو اوس د مخدره توکو قاچاق او کرکیله د اسلامي امارت تر حاکمیت لاندې یو سخت کار دی.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي:« شانګهای کې افغانستان د بحث وړ موضوع ده. د دې له کبله چې افغان حکومت اوس په رسمیت نه دی پېژندل شوی، لکه اسلامي هېوادونو غونډه چې پاکستان کې ترسره شوه، د هغې په څېر په دې کې افغانستان ریښتینی ګډون نه درلود. په هغه ورځ هم متقي د جوماتونو لیدنو ته ولېږل شو. غونډې د دې لپاره وې چې موږ زیات غواړو افغانستان یې ګډونوال وي.» 

کارپوهان وایي،د سیمې هېوادونه که غواړي،سیمه کې ثبات راشي، باید د  افغانستان له اسلامي امارت سره رسمي اړیکې وپالي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی
افغانستان

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی
افغانستان

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026

وروستي خبرونه

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

جولای 7, 2026
روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist