افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمن کېدو څو میاشتې وروسته د کابل پوهنتون تدریسي بهیر په داسې مهال پیل شو،چې د سهار له خوا به نجونې او غرمه مهال به بيا هلکانو پوهنتون ته د تللو اجازه لرله.
دې چارې ډېره موده دوام ونه کړ او پرېکړه وشوه،چې په اوونۍ کې دې درې ورځې هلکان او درې ورځې نجونې درس وایي،هغه څه چې دلته یې زده کړیالان له یو لړ ستونزو سره مخ کړي دي.
زده کړیالان وايي، اوس مهال د استادانو او درسي موادو کمښت او ځینې نورو ستونزو سره مخامخ دي.
د کابل پوهنتون یو تن زده کړیال عبدالله وايي:« له بده مرغه د لوړو زده کړو وزارت له لوري د جفت او تاق ورځو په اړه،چې کومه پرېکړه وشوه، دا پرېکړه ډېره زیانمنوونکې وه. زده کړیالان له ډېرو ستونزو سره مخ دي. وړاندې به موږ یو سمستر شااوخوا ۱۲۰، ۱۳۰ یا هم له ۱۰۰ زیاتو ورځو کې درسونه لوستل، خو په دغه سمستر کې موږ ټول شااوخوا ۳۵ ورځې درس لوستی دی.»
د کابل پوهنتون یو بل زده کړیال محمد یاسین بیا وايي:« دا به ډېره ګټوره وه،که چېرې هره ورځ درسونه ول. که د درسي ساعتونو وخت کم هم وي، خو که درس هره ورځ وي، دا د زده کړیالانو لپاره ډېره ګټوره چاره ده. افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمن کېدو وروسته د پوهنتونونو طرحه دا وه،چې د سهار له لوري به نجونې او له غرمې وروسته به هلکان ول، دا ډېره ښه طرحه وه، ځکه دواړو نجونو او هلکانو کولای شوی،چې هره ورځ درس ووایي.»
ځینې نور بيا وايي، له سیاسي تحول را وروسته لسګونه استادان له هېواده بهر وتلي او پپر وینا یې اوس پکار ده،چې د بېرته راستنیدو لپاره هلې ځلې وشي.
د ياد پوهنتون استادان هم د درسي ورځو کمبود او نورې ستونزې مني، خو وايي،تر هغې چې امکانات ډېريږي، دا چاره هم ګټوره ده.
د کابل پوهنتون یو تن استاد قدرت الله اوریا خېل وايي:« سمه ده،چې دا به پر زده کړیال فشار زیات کړي،خو له هغې دا غوره ده،چې د پوهنتون دروازه د نجونو او هلکانو زده کړیالانو پر مخ تړلي وي. زما په اند دا اوسنی حالت هم ښه دی،چې پوهنتون خلاص دی.»
تر اوسه پورې مالومه نه ده،چې د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون دغه پرېکړه به تر کله دوام وکړي او یا به په کې ادلون بدلون راشي او که نه؟
هڅه مو وکړه،په دې اړه د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت نظر هم ولرو، خو په بار بار هڅو هم ونه توانیدو.