Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل او اسلام اباد پر مهمو مسایلو خبرې کړي 

admin by admin
2022/07/31

د ازبکستان پلازمینه تاشکند کې د افغانستان په اړه کنفرانس څنډه کې کابل او اسلام‌اباد پر مهمو مسایلو بحثونه او ځينو مواردو کې ژمنې کړي دي.

په تاشکند کې افغان ‌پلاوي سره دلیدنې پرمهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر  ویلي،هېواد یې له  افغانستان سره ښو اړیکو، د سوداګرۍ پراختیا او د کډوالۍ او صادراتو برخه کې د ستونزو حل ته ژمن دی او غواړي،خپلو اقتصادي همکاريو ته دوام ورکړي. 

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي بیا د کابل او اسلام‌اباد ښې اړیکې د دواړو هېوادونو پهر ګټه بولي. 

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي:« د پاکستان اقتصادي وضعیت په دې ورځو کې ډېر خراب دی او له همدې امله پاکستان افغانستان ته ډېره اړتیا لري لکه د ډبرو سکرو او نورو برخو کې. په  همدې حال کې د اپتا په نامه یو تړون دی چې هېڅکله یې په دایمي ډول نه امضا کوي. ستونزه همدا ده چې پاکستان باید له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو لپاره صادقانه تصمیم ونیسي.» 

پاکستان چې له تیرو درېیو کالونو راهیسې له کورني اقتصادي او سیاسي کړکېچ سره مخ دی،غواړي د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته خپله سوداګري او صادرات زیات کړي.

د اقتصادي چارو پوهان په دې اند دي،چې پاکستان غواړي، له اقتصادي کړکېچ څخه راووځي.

د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش وايي:« زه فکر کوم،چې د پاکستان هېواد اوسني اقتصادي فقر یې ډېر خطرناک ګودال ته ننوتی دی. پاکستان د دې لپاره،چې له دې فقر او اقتصادي انزوا راووځي،یوازینی اساسي او لنډمهاله بدیل یې د افغانستان جغرافیه ده. د  افغانستان په جغرافیه کې غواړي،چې د تېر سازمان اهداف مخته یوسي. مانا دا چې، غواړي، د قرمز، کابل او له کابله د پښاور د ریل پلټۍ خط غځولو لپاره لاره هواره کړي.» 

خو ځينې نور بیا نیوکه کوي،چې یاد هېواد له افغانستان سره پر خپلو ژمنو عمل نه کوي او د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو برخه کې ستونزې رامنځته کوي. 

د افغانستان په ‌تړاو د ازبکستان دوه ورځينۍ ناسته کې پر امنیتي او اقتصادي مسایلو سربېره له دغې غونډې وروسته افغان پلاوي، د ګاونډیو او سیمې هېوادونو له  استازو سره جلا جلا کتنې کړي او  د همکاریو ډاډ یې ترلاسه کړی دی.

د تاشکند کنفرانس کې له ۲۰ د زیاتو هېوادونو او ګڼ شمیر نړیوالو سازمانونو استازو د افغانستان پر اقتصاد، امنیت، کنګل شوې شتمنۍ، بشري مرستو او اقتصادي ثبات دوه ورځې بحثونه وکړل.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist