Skip to content
د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو شویو ګڼو کورنېو ته تر اوسه پورې مرستې نه دي ویشل شوي.
باریکاب د بټي کوټ ولسوالۍ یوه له هغو سیمو ده،چې وروستیو سېلابونو په کې خلکو ته پراخ مالي زیانونه اړولي دي.
د پیښې په پنځمه ورځ یې د زرلښتې په نوم د یوې معلوله،چې دوه معلول اولادونه هم لري، ان له وړاندې یې د ژوند ګزاره د کليوالو په لاسنیوې روانه ساتلې وه.
خو اوس زرلښته وایې، د خپل کور تر څنګ یې ټول هغه ادرسونه هم نړیدلي،چې له دې به یې لاسنیوی کاوه.
هغه زیاته کړه:« وړاندې ښه وه، کلی ودان وه. چا به راسره ۲۰۰، چا به راسره ۱۰۰ او چا به راسره ۵۰۰ افغانۍ مرسته کوله،پر هغې به مې بچیانو ته خوراکي توکي او نور د اړتیا وړ توکې رانېول، خوکلی وران شوی دی. اوس هېڅ شی هم نه شته دی.»
د زرلښتې یوازینی زلمی زوی معلول دی او د کونډې مور لاسنیوي ته پروت دی.
ښایسته ګل درد نه شي بیانولای او په دغه کنډر کور کې د ودانې مینې فکرونه لټوي.
د باریکاب سیلاب ځپلې سیمه کې دغې کونډې مور له سیلاب وروسته جومات ته پناه وړې وه او تازه بېرته خپل کنډواله کور ته راګرځیدلې
زرلښته وايي، د درملنې توان هم نه لري او تر اوسه پورې د هیڅ بنسټ له ادرسه یې لاسنیوی نه دی شوی.
هغې زیاته کړه:« که څوک راغلي هم وي، خو ما نه دي لېدلي،ځکه زه ناروغه یم نه شم راوتلی. څوک به راسره مرسته وکړي؟ الله ج دې راسره مرسته وکړي.»
بټي کوټ ولسوالۍ کې د سیلاب ځپلو سیمو خیریه بنسټونه ورځي،خو د دغې مور له غږ ښکاري،چې د مرستو په ویش نیوکې موجودې دي.
غوښتنې دا دي،چې مرستندونه ادارې دې د مرستو په وېش کې په شفاف ډول زیاتو اړمنو ته لومړیتوبونه ورکړي.