Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سرچینه:د پوهنې وزارت ښوونځيو لپاره ۱۶ میلیونه کتابونه چاپ کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/31

د افغانستان اسلامي امارت پوهنې وزارت کې یوې سرچینې شمشاد ته ویلي،چې د ښوونځیو لپاره ۱۶ میلیونه کتابونه چاپ شوي  او ۲۱ میلیونه نور تر چاپ لاندې دي.

د سرچینې په خبره، پر دغو کتابونو شااوخوا ۲۴ میلیونه ډالر لګښت راغلی دی.

سرچینې زیاته کړې:« ټول ۱۶ میلیونه کتابونه چاپ شوي، اته میلیونه هند کې او شپږ میلیونه دوبۍ کې د الحریر شرکت لخوا چاپ شوي دي. ۲۱ میلیونه د دپیتامبرا شرکت لخوا تر چاپ لاندې دي. پر دې کتابونو ۲۴ میلیونه ډالر مصرف راغلی دی.»

سرچینه وایي، د دغو کتابونو په نصاب کې کوم بدلون نه دی راغلي، ټول هماغه دي،چې په جمهوریت کې تدریس کېدل.

سرچینې زیاته کړې:«  د کتابونو په نصاب کې کوم بدلون نه دی راغلی، دا ټول هماغه دي،چې تیر نظام کې تدریس کېدل او اوس هم تدریس کیږي. د کابل په ګډون ډېری ولایتونو کې چاپ شوي کتابونه ویشل شوي او تازه چاپ کېدونکي کتابونه به هم وویشل شي.»

اخوا د پوهنتون استاد طارق فرهادي بیا وايي، ساینسي مضامین باید د پرمختللو هېوادونو په همکارۍ ولیکل شي،ترڅو نوی نسل د وخت له اړتیاوو سره سم وروزل شي.

د کتابونو او مسلکي ښوونکو کموالی، د افغان زده کوونکو جدي ستونزه ده، چې له تیر نظام را پاتې ده.

اوس به ولیدل شي،چې اوسنی حکومت دغه ستونزه څومره جدي نیسي او د حل لټه یې کوي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist