د ملګرو ملتونو پراختیايې پروګرام(یواېنډيپي) په پام کې لري چې د مرسته رسونې، کارموندنې او په بېړنیو حالاتو کې د زیانمنو کسانو لپاره د حیاتي زېربناوو جوړولو پروګرام(REVIVE II) په دویم فاز کې د افغانستان په ګڼو سیمو کې د خلکو اړتیاوو ته په کتو، بنسټیزې ټولګټې پروژې پلې کړي.
دې پروګرام پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د دغو۳۰ پروژو د چمتو کولو لپاره له ځایي خلکو سره مشورې او د سیمو ارزونې روانې دي، خو د دغو پروژو مشخص ځایونه ، ډولونه او د پلي کېدو مهالوېش یې نه دي روښانه کړي.
یواېنډيپي زیاته کړې« د مرسته رسونې، کارموندنې او په بېړنیو حالاتو کې د زیانمنو کسانو لپاره د حیاتي زېربناوو جوړولو پروګرام له لارې په پام کې ده چې د افغانستان په ټاکل شویو سیمو کې د ټولنیزو زېربناوو، ۳۰ پروژې پلې شي. له سیمهییزو خلکو سره مشورې او د پروژو د ځایونو ارزونه د چمتووالي مهم پړاوونه دي.»
په ورته مهال، د اقتصادي چارو شنوونکي بیا په دې باور دي چې د دې ډول پروژو تطبیق به په افغانستان کې کاري فرصتونه زیات او اقتصادي ثبات پیاوړی کړي.
د اقتصادي چارو شنوونکی، عبدالنصیر رښتیا وايي: « کومې پروژې چې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یې پلي کوي او د خلکو نظر هم په کې اخلي، بېله شکه چې ډېر مؤثریت به ولري؛ ځکه چې خلک پوهېږي د دوی لومړیتوب څه دی چې تر ډېره د ښوونځیو، کلینیکونو او سړکونو جوړول په کې شامل دي. زه په دې باور یم چې دا ډول پروژې هم د بیارغونې سبب کېږي او هم د خلکو لومړیتوبونه او اړتیاوې پوره کوي.»
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د معلوماتو له مخې، د دې پروګرام لومړی پړاو د بېړنیو کاري فرصتونو برابرولو، د اړینو زېربناوو بیارغونې او د خوړو خوندیتوب ته د ښه لاسرسي پر پیاوړتیا متمرکز و او دویم پړاو به یې د سوېلي کوریا په ملاتړ، د کابل، پکتیا، غزني، ننګرهار او کونړ ولایتونه تر پوښښ لاندې ونیسي.